1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان اوافغانستان ترمنځ همکاري ضروري ده

۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترويله په اسلام آباد کي وويل آلمان دغه دواړه هيوادونه تشويقوي چي يو بل ته لاسونه سره ورکړي. هغه د ترهګری پرضد مبارزه او په افغانستان کي د سولي لپاره د اسلام آباد نقش مهم وګاڼه

https://p.dw.com/p/QpDM
د آلمان د بهرنيو چارو وزیر ګيدو وستر ويله او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشی
د آلمان د بهرنيو چارو وزیر ګيدو وستر ويله او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشیانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترويله پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کي د اسلام اباد او کابل تر منځ د همکاري لپاره غږ وکړ.

وستر ويله د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره له خبرو اترو وروسته په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل آلمان د پاکستان له هغو هڅو څخه ستاينه کوي چي تر اوسه پوري د ترهګرو پر ضد په سيمه کي کړي دي. خو هغه په دي برخه د پاکستان او افغانستان د ګډو همکاريو د لمن د پراخيدو لپاره غوښتنه وکړه.

وستر ويلي يادونه وکړه: «مونږ دغه دواړه هيوادونه تشويقوي چي د سيمي د ثبات لپاره يو بل ته لاسونه سره ورکړي.» هغه وويل پرته له دي همکاري امکان نه لري چي د ترهګري پر ضد دي بشپړ برياليتوب لاس ته راشي.

ويسترويله دغه راز په افغانستان کي د سولي د راوستلو لپاره د پاکستان نقش مهم وګانه. هغه وويل:«په دي کي هيڅ شک نه شته چي د افغانستان په ثبات کي پاکستان يو دير مهم نقش لوبوي. په دي هکله زمونږ مقصد د تروريزم پر ضد مبارزه ده.»

آلمان د ترهګري پر ضد مبارزه د خپل هيواد د امينت لپاره هم مهمه ګني. دواړو وزيرانو د نړيوالي ترهګري په هکله خپلي انديښي څرګندي ګړي

د اکتوبر په مياشت کی داسي رپوټونه خپاره شول چي په شمالي وزيرستان کي د امريکايي بي پيلوته الوتکو په بريدونو کي څو تنه آلماني اتباع ووژل شول. دغو پيښو هغه انديښني زياتي کړي چي ځيني بهرنيان چي اکثره يي د لويديځو هيوادونو تابيعت لري پاکستان ته تللي او هلته روزل کيږي ترڅو په اروپا کي په ترهګريولاس پوري کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي د نړيوالي ترهګري پر ضد مبارزه کي د آلمان د مرستوغوښتنه وکړه. هغه وويل چي پاکستان په دي برخه کي عصري وسايلو ته اړتيا لري او آلمان د تخنيکي لحاظه د يو پرمختللي هيواد په توګه دا امکانات لري چي دغه وسايل د پاکستان په اختيار کي کيږدي.

قريشي په خپلو جملو سره دا خبره داسي ياده کړه: « مونږ احساس کوو چي آلمان دغسي تخنيکي وسايل لري. کيداي شي چي زمونږ پوځيان پر دغو وسايلو سمبال شي او له دي سره د ترهګري پر ضد جګړه کي زمونږ ظرفيت به نور هم پياوړي شي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل چي دي هيله من دی د اروپا د اتحاديي له خوا راتلونکي يو اقدام له پاکستان څخه د وارداتو په وړاندي خنډونه له منځه يوسي او دا به د سيمي له ثبات سره مرسته وکړي.

آلمان په ګاونډي هيواد، افغانستان کي څه ناڅه 4600 سرتيري لري چي د نړيوال مرستندوي ځواک ايساف په چوکاټ کي د خدمت لپاره ګمارل شوي دي. د هغو معلوماتو له مخي چي د رويترز خبري آژانس ته پرون لاس ته ورغلي دي، د آلمان حکومت به د جنوری په پاي کي له خپل پارلمان څخه وغواړي ترڅوله افغانستان خخه د آلماني سرتيرو د وتلو د پيل يو پلان تصويب کړي.

د رويترز خبري آژانس د خپل رپوت په دوام کي وايي چي دغه معلومات پاکستان ته د وسترويله دسفر په ترڅ کي بربنډ شوي دي. د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخي د آلمان د بهرنيو چارو او د دفاع وزارت چارواکو له افغانستان د آلماني سرتيرو د ايستلو په هکله يو پلان مسوده کړي چي پارلمان ته د جنوري د مياشتي په 28 د وړاندي کولو څخه مخکي د صدراعظمي انګلا مرکل له خوا به پري موافقه وشي.

په مسوده شوي پلان کي راغلي دي: « حکومت باور لري د 2011 کال په پای کی چي د امنيتي مسووليت د ليږدولو پيل دی، د آلماني سرتيرو په شمير کي کموالي رامنځ ته کیږی.»

ويل کيږي چي له داسي يو وړانيز سره په فدرالي شورا يا بوندستګ کي د حکومت مخالف ګوندونه هم ښايي موافقه وکړي.

آژانسونه/عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل