1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او روسیې لومړي ګډ پوځي تمرینونه

ستار خان/ ب.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې به دغه هیواد په لومړی ځل له روسیې سره ګډ پوځي مانور وکړي. سلام آباد په داسې حال کې په سیمه کې د نویو همکاریو په لټه کې دی چې د امریکا سره یې اړیکې د خرابیدو پر لور روانې دي.

https://p.dw.com/p/1K19P
انځور: ISPR

په روسیه کې د پاکستان سفیر د پاکستان انګریزي ژبې ورځپاڼې «ایکسپریس تړیبون» ته ویلي چې دا به لومړی ځل وي چې د دواړو هیوادونو پوځي ځواکونو به په دې شریکو تمرینونو کې چې د «۲۰۱۶ ملګرتیا» نوم ورته ورکړل شوې دی، برخه واخلي. خو البته نوموړي د دې مانورونو د نوعیت او د ترسره کیدو د نیټې په اړه څه نه دي ویلي. د ورځپاڼې په حواله پاکستان له روسیې څخه د عصري الوتکو پر رانیولو هم غور کوي.

له روسیې سره د ګډو پوځي تمرینونو دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د پاکستان نزدې دوست هیواد چین هم د چین په جنوبي سمندرګي کې له روسیې سره په شریکو بحري مانورو بوخت دی. د دغه سمندرګي پر سر چین د سیمې د هیوادونو او امریکا متحده ایالاتو سره لانجه هم لري. د روسیې او پاکستان ترمنځ د ګډو پوځي مانورو دې خبر ته نه یوازې په پاکستاني رسنیو کې ډير ځای ورکړل شوې بلکې د دې سیمه ییز اهمیت له وجې د پاکستان ګاونډي هیواد هند په رسنیو کې هم پر دې موضوع بحثونه روان دي.

پر دې موضوع د تبصرې په ترڅ کې د علامه اقبال پوهنتون پخواني استاد او د پاکستان پر بهرنۍ پالیسۍ د ژور نظر خاوند ډاکتر امان الله میمن، دویچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل: «داسې ښکاري چې په سیمه کې نوې جبهې په رامنځته کیدو دي. پاکستان او چین پر سي پیک کار کوي. هند چې په تیر کې روسیې ته نزدې بلل کیده، اوس امریکا ته نزدې کیږي. امریکا له ایران سره هم د اټومي تړون له لارې د دغه اسلامي هیواد د راخپلو هڅه وکړه. روسیه یو ځل بیا خپل ځواک ښيي او په هر ډګر کې د دې د ثابتونو هڅه کوي چې د یوه نړیوال ځواک په توګه اوس هم له پردې ورک شوی نه دی. داسې بریښي چې هند او امریکا له نورو هیوادونو سره په شریکه د چین د کلابند کولو هڅه کوي او د پيکنک د نفوس د محدود کولو له پاره زیار باسي. بل پلو بیا روسیه،چین، پاکستان، ایران او د منځنۍ آسیا هیوادونه د یوه نوي بلاک د جوړولو هڅه کوي چې خاکه یې لا تته ده.»

ډاکتر امان میمن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په داسې حال کې چې چین د تیلو او نورو توکو د تجارت له پاره د بدیلو لارو په لټه کې دی، هند غواړي د هند د سمندرګي ساحه تر خپل نفوذ لاندې وساتي. چین لومړی له بنګه دیش او سريلنکا سره د همکارۍ هڅه وکړه خو دغه هیوادونه د هند د فشار له امله دې ته چمتو نه شول. اوس يې له پاکستان سره همکاري پیل کړې. اوس په پاکستان کې د چین موخې دومره زیاتې شوې دي چې په هیڅ صورت کې به هم پاکستان ته د ضرر رسول ونه ځغمي. زما په آند چین هم د پاکستان او روسیې ترمنځ د ښو اړیکو پلوي کوي.»

د سیاسي چارو د کارپوهانو په آند د پاکستان بهرنۍ سیاست تل یو اړخیزه پاتې شوی دی او په تیر کې اسلام آباد تل پر لویدیځ تکیه کړې. د دفاعي برخې مشهور کارپوه شوکت قادر هم پر دې آند دی.

له دویچه ویله سره په خبرو کې نوموړي وویل: «د پاکستان د بهرنۍ تګلارې یوه ضعیفه نکته دا ده چې تل پر یوه هیواد تکیه کوي. په داسې حال کې چې موږ د سړې جګړې پر وخت یوازې لویدیځ ته مخه کړې وه، هند د بې پرېتوب په ښوولو سره له روسیې او امریکا دواړو څخه ګټه په لاس راوړه. د پخواني رئیس جمهور آصف علي زرداري، د حکومت پر مهال د دې پالیسۍ د بدلولو هڅه وشوه او اوسني حکوت هم دې ته دوام ورکړې. دا یو ښه میلان دی.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ له روسیې څخه وسلې رانیسو او د دې تمرینونو خبر هم د پاکستان له پاره ډیر ښه دی. د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکاري مخ پر زیاتیدو ده. روسيې او چین د ۴۷۰ میلیارد ډالرو یو تړون کړی. امریکا پاکستان د یوه بدیل په موندلو مجبور کړی. واشنګټن په همدې وروستیو کې د هند سره یو لوجیستکي تړون لاس لیک کړ چې په پاکستان کې ورته په ښه سترګه نه کتل کیږي. دغه هیواد د چین د مخالفت تګلاره غوره کړې. واشنګټن د پیکنګ د حکومت د نفوذ د محدولولو هڅه کوي او د هند سره یې هکارۍ زیاتې کړي چې پر دې کار د اسلام آباد حکومت هیڅکله هم نه شي خوشالیدای.»

کارپوهان پر دې آند دي چې په راتلونکو کلونو کې به د روسیې او پاکستان تر منځ نزدې والې نور هم زیات شي ځکه پاکستان په دې آند دی چې امریکا یې ستونزې او اندیښنې په پام کې نه نیسي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل