1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او هند پر سرحد ډزې ادامه لري

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۲۵, یکشنبه

د پاکستاني او هندي عسکرو تر منځ د کشمير پر پوله د ډزو په تبادله کي ۸ انسانان وژل سوي او ۱۴ نور ژوبل سوي دي. دغه نښتي د جمعې او شنبې په ورځو رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GGJF
انځور: Reuters/F.Mahmood
د دوو اټومي قدرتونو او ګاونډي هيوادونو پاکستان او هند تر منځ ترينګلتيا مخ د زياتېدو په حال کي ده. دا د هغه وروسته چي د دواړو هيوادونو تر منځ د عسکرو د ډزو په تبادلو کي زياتوالی راغلی دی. دا په داسي حال کي چي د اګست مياشتي په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه د دواړو هيوادونو تر منځ د لوړ پوړي امنيتي چارواکو خبري اتري پلان سوي دي.

د نثار احمد واني په نوم چارواکي ويلي دي چي د ډزو د تبادلې له کبله د هند تر کنټرول لاندي د پونچ په ولسوالۍ کي يوه مېرمنه وژل سوې ده. د هند او پاکستان تر منځ د کشمير پر پوله د پرتې دغې سيمي چارواکي واني زياته کړې ده چي دغه مېرمنه هغه وخت ووژل سوه، کله چي يې د سهار له پاره خپلي کورنۍ ته خواړه چمتو کول او ورباندي ګولۍ ولګېده.

هندي چارواکو ويلي چي د پاکستان له لوري د ډزو کولو په ترڅ کي «د ۱۲ کلن ماشوم په شمول پنځه ولسي کسان وژل سوي او ۹ نور ژوبل سوي دي.»

پاکستاني چارواکو ويلي چي د هند له لوري ورباندي د هوان د ګولو د توغولو له کبله دوه ولسي کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي.

د دواړو اړخونو تر منځ پر پولو د ډزو تبادله د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ زياته سوه. په داسي حال کي چي پاکستان په ۱۹۴۷کال د لوی هند د وېش او د بريتانوي استعمار څخه د خپلواکي تر لاسه کولو ورځ د اګست په ۱۴مه نېټه لمانځي، هند يوه ورځ وروسته يعني د اګست په ۱۵مه نېټه د آزادۍ ورځ تجليلوي.

پاکستان او هند د ۱۹۴۷کال راهيسي د کشمير پر لانجه دوې جګړې کړي دي. د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي هغه وخت لا ډيري سړې سوې، کله چي په هند کي د ملتپال سياستوال نرندرا مودي ګوند ټاکني وګټلې او مودي لومړی وزير سو.

د دواړو هيوادونو پر سرحد د ډزو تبادله څه نوې خبره نه ده. خو دغه تبادله بعضي وختونه ډېره تونده سي. تازه رامنځ ته سوې د ډزو تبادله د راپورونو له مخی لا په بشپړه توګه درېدلې نه ده.