1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او هند په سرحد کي بيا ملکيان وژل شوي

۱۳۹۴ شهریور ۶, جمعه

چارواکو ویلي دي چې د هند او پاکسان تر منځ د جمعې په ورځ د متقابلو ډزو په پایله کې لس تنه ملکي کسان وژل شوي دي. دغه پیښه څه کم یوه اوونۍ وروستۍ له هغه رامنځ ته کیږي چې د دواړو هیوادونو د جگپوړو چارواکو یوه غونډه وځنډیده.

https://p.dw.com/p/1GNGC
انځور: picture-alliance/dpa/A. Mughal

د فرانس پرس خبري آژانس د دواړو هیوادونو د چارواکو له قوله ویلي دي چې د پاکستان د پنجاب ایالت سیالکوټ ښار ته څیرمه لس او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې څلور کلیوال وژل شوي دي. خبري آژانس د ۵۰ تنو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړی دی.

په نوي ډهلي کې د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو تر منځ تر سره کیدونکي غونډه په وروستۍ دقیقه کې د دې شخړې له کبله وځنډیده چې د کشمیر موضوع په اجنډا کې شامله کړای شي که نه. دواړه هیوادونه د همالیا د دغې سیمې پر یوې برخه کنترول لري، خو دواړه یې د بشپړ ملکیت ادعا کوي.

د دواړو خواوو تر منځ وخت نا وخته په کشمیر او د پاکستان په سویل کې د شخړه ییزي پولي په اوږدو کې د دغسو پیښو د رامنځ ته کیدو رپوټونه ورکول کیږي چې پکښې ملکي کسان هم وژل کیږي.

د پاکستان يوه لوی امنیتي چارواکي د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د هند ځواکونو د پنجشنبې په ماښام فیرونه پيل کړل چې تر سهاره یې ادامه درلوده. د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په سیالکوټ کې د چپراړ او هرپل په سیکټر کې پولې ته څیرمه د هند د بې مورده فیرونو په پایله کې شپږ تنه شهیدان شوي او د ۲۲ ښځو په شمول ۴۶ تنه ټپیان شوي دي.» بیانیه زیاتوي پاکستان هم ځوابي فیرونه کړي دي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سرحدي امنیتي ځواکونو یا (BSF) یوه چارواکي راکیش کمار بیا پر پاکستان تور لگولی دی چې د هاوان مرمیو د بې مورده فیرونو په پایله کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي.

د دغي سیمې یوه جگپوړي چارواکي پون کوټوال، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «د پولې له بلې غاړي د ډزو په پایله کې څلور کلیوال وژل شوي دي. درې کسان سهار وختي وژل شوي او یوه تن بیا وروسته په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.»

نوموړي خبري آژانس د سرحدي امنیتي ځواکونو د یوه بل افسر اوبیرو له قوله د ټپیانو شمیر آن ۱۶ تنه ښوولی دی او ویلي دي چې لږ تر لږه لس سرحدي پوستې او یو شمیر کلي د پاکستاني ځواکونو له لوري تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

فرانس پرس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې په ۱۹۴۷م کال کې هند او پاکستان د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته له درو جگړو څخه دوې جگړې د همالیا د دغې سیمې پر سر کړي دي او په وینا یې اوس هم د تاوتریخوالي اصلي سبب ده.