1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي دهلیز ستونزې

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال، ویلي دي چې د اسلام آباد حکومت د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د جوړولو په برخه کې له یو شمیر ننگونو سره مخامخ دی. پر دغه پروژه چین په میلیاردونو ډالر پانگونه کوي.

https://p.dw.com/p/2fWhj
Solarenergie in Pakistan
انځور: picture-alliance/Photoshot/Xinhua/A. Amal

دغه پروژه د پاکستان د اقتصادي غوړیدا له پاره مهمه گڼل کیږي، خو د پاکستان حکومت د دغې سترې پروژې د عملي کولو په برخه کې له ستونزو څخه یادونه کوي.

چین د دغې پروژې په ترڅ کې په پاکستان کې د ۵۷ میلیارده ډالرو پانگونه کوي، چې له مخې به یې د چین سویلي سیمي په پاکستان کې د یوه اوږده سړک او اورگاډي سیستم سربیره د بیلا بیلو پروژو له لارې منځني ختیځ او اروپا ته لاس رسی ولري.

د چین ولسمشر شي جین پینگ په ۲۰۱۳م کال کې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز لارې د جوړیدو اعلان کړی وو، خو لا هم دغه پروژه له بشپړیدو څخه ډیره وړاندې ده. 

احسن اقبال د چین په شمال ختیځ ښار ډالیان کې نړیوال اقتصادي فورم، ته په خپله وینا کې وویل چې «یو شمیر ستونزې شته چې باید ورته رسیدگي وشي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دې برخه کې د دوی پر وړاندې ځینې ننگونې شته چې حلول یې اړین دي. د هغه په خبره په دې برخه کې تر ټولو مهم د همغږۍ خلا ده.

Karte Map China Pakistan Economic Corridor
د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز نقشه

د احسن اقبال په خبره په تیرو دوو کلونو کې یې د وزارتونو په سطحه د یو شمیر غونډو مشري کړې ده، څو د حکومتي وزارتونو تر منځ د پالیسي همغږي کړی شي. هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې «د بیلابیلو سیمو په برخه کې هم ننگونې شته»، ځکه چې ایالتونه په دغه پروژه کې د ډیرو گټو او اقتصادي امکاناتو د تر لاسه کولو په هڅه کې دي.

پرته له دې چې احسن اقبال کوم جزئیات وړاندې کړي، ویې ویل چې حکومت داسې میکانیزم جوړ کړی دی چې له «داخلي او بهرنیو ونډه لرونکو» سره په دغه پروژه کې همغږي رامنځ ته کړي.

پاکستان او چین غواړي چې د دغې اقتصادي دهلیز لارې په ترڅ کې د اورگاډو، سړکونو او د انرژۍ زیر بناوو یوه شبکه رامنځ ته کړي.

پاکستان تر ټولو زیات د دغه نوښت له ملاتړ کوونکو څخه دی، ځکه چې دغه هیواد له اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ له کړکیچ سره مخامخ دی او د اسلام آباد حکومت هیله من دی چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره به د دوی دغه ستونزه تر ډیره بریده حل شي.