1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ترهګره ډله د غښتلي کیدو په درشل کښې

۱۳۹۵ مهر ۹, جمعه

په پاکستان کښې د جماعت الحرار ډلې د دې هیواد پر پوځ خپلو بریدونو ته زور وکړی دی. دغې ډلې څو کاله وړاندې د پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوه او اوس په خپلواکه توګه مرګوني بریدونه ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/2QlT4
Pakistan Bannu Bombenanschlag bei Volleyballspiel mit 101 Toten
انځور: Getty Images/AFP/N. Azam

  

د پاکستان یو له خورا ډیرو خطرناکو ډلو په دې وروستیو میاشتو کښې د پاکستان د پوځ له عملیاتو د غچ اخیستنې په موخه پر جوماتونو، عیسویانو او امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې پکښې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي.

په ۲۰۱۴م کال کښې دغه ډله د پاکستاني طالبانو څخه جلا شوه خو د روان کال د سپټمبر میاشتې راهیسې دغې ډلې پر یو جومات د برید په پایله کښې چې د ماشومانو په ګډون ۳۶ انسانان ووژل شول، شاوخوا لس بریدونه ترسره کړي دي.

د زورزیاتي د پیښو زیاتوالی دا څرګندوي چې جماعت الحرار ډله چې د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرې ډلې په توګه تیره میاشت یاده کړې، په پاکستان کښې د پاکستاني طالبانو او نورو ګڼ شمیر ترهګرو ډلو د فعالیتونو ترڅنګ، څومره غښتلې شوې ده.

دوه کلن پوځي عمليات

پاکستاني طالبان یا د طالبانو تحریک د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان د پوځ تر دوه کلن پوځي عملیاتو وروسته د بیا ټولیدو په هڅه کښې ده. د دغو پوځي عملیاتو په پایله کښې د دغې ډلې د بریدونو وړتیا کمزورې شوې او له دوی څخه ځینې نورې ډلې جدا شوي دي.

له بل پلوه جماعت الحرار د پوځي عملیاتو وروسته هم په خپل کور مهمند اجنسۍ او د افغانستان پولې ته څیرمه په نورو سیمو کښې لا هم غښتلې ده.

په ۲۰۱۴م کال کښې وروسته له هغې چې دغې ډلې پر یو پوځي ښوونځي برید چې د ګڼ شمیر ماشومانو په ګډون پکښې ۱۲۵ کسان ووژل شول او بیا په ۲۰۱۶م کال کښې د عیسویانو پر مراسمو د برید چې له ۷۰ څخه ډیر کسان پکښې ووژل شول د ګڼ شمیر نورو بریدونو پړه ومنله، دغه ډله لا ډیره خطرناکه شوې ده.د کوټي بريد

د بیلګې په توګه د اسلامي دولت ډله یا داعش چې غواړي په پاکستان کښې ځان ته ځای پیدا کړي، د پاکستان په جنوب لویدیځ ښار کويټه کښې پر روغتون د برید چې پکښې د ګڼ شمیر وکیلانو ترڅنګ شاوخوا ۸۰ کسان ووژل شول، پړه ومنله. خو امنیتي چارواکو وروسته له برید څخه وویل چې دوی په دې باور دي چې د دغې برید ترشا د جماعت الحرار ډله ده.

د پاکستان د پوځ تقاعد شوی ډګرمن او د پوځ پخوانی استخباراتي مامور چې اوس هم له پوځ سره نږدې اړیکې لري وویل چې په دې وروستیو کښې د یادې ډلې لخوا په پوځیانو د لا ډیرو بریدونو خبرونه د دې هیواد تر نظامیانو رسیدلې دي.

له دې خبرو وروسته د دې هیواد پوځ امنیتي تدابیر لا شدید کړل، چې په پایله کښې یې په پیښور کښې پر عیسویانو د دوو مرګونو بریدونو او همدا راز په پنجاب ایالت کښې د شیعه ګانو پر یو مسجد د برید مخنیوی وشو. امنیتي ځواکونه په دې وتوانیدل چې مخکې له دې چې بریدګر خپلو موخو ته ورسیږي، د هغوی مخنیوی وکړي.د مردان بريد

د دې سربیره هم یاده ډله توانیدلې ده چې لس بریدونه ترسره کړي. د دې بریدونو له ډلې څخه د مردان برید هم دی چې پکښې ۱۲ کسان ووژل شول. د دې ډلې د بریدونه زیاتره هدفونه پوځي دي خو د کراچۍ او کویټې په ګډون د پاکستانو په نورو سیمو کښې یې هم د ګڼ شمیر پولیسو په وژلو بریالي شوي دي. پاکستان وايي چې دغه ډله د خپلو بریدګرو روزنه او پلانونه په افغانستان کښې جوړوي.

په ۲۰۱۰م کال کښې د پاکستان پوځ مهمند اجنسۍ ته ولاړ ترڅو دغه ډله تر خپل څار لاندې راولي او له دې سیمې یې بیرون کړي. د تیرو کلونو په ترڅ کښې، جماعت الحرار ډله بیا را ژوندی شوې او د پاکستاني پوځ د شتون ترڅنګ یې په لیرو پروتو سیمو کښې فعالیتونه کوي.

افغانستان ته تګ راتګ

د دغې ډلې مشران او جنګیالي د ځان د خوندیتوب لپاره د افغانستان ننګرهار او کونړ ولایتونو ته تګ راتګ کوي. د یادې ډلې ویاند، احسان الله احسان زیاتره د افغانستان له شمیرې څخه له خبریالانو سره اړیکې ټینګوي.

احسان له اسوشیتد پریس سره په یوه مرکه کښې هغه څرګندونې رد کړي دي چې ګواکې دوی خپل پلانونه له پاکستانه بیرون په افغانستان کښې جوړوي. هغه په یوه بریښنايي لیک کښې ویلي دي چې دوی دا خبره بې بنسټه ده چې موږ د افغانستان په خاوره کښې خپل پلانونه جوړوو.

د پاکستان له لوري تورونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ خرابې اړیکې لا پسې خرابې کړي دي. له کلونو راهیسې کابل او واشنګټن د پاکستان هیواد تورنوي چې په خپل هیواد کښې د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو مشران خوندي ساتي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.01.2016):

Pakistan Selbstmordanschlag auf eine Moschee
په پاکستان کي پر مساجدو او اجتماعو هم بريدونه کيږيانځور: picture-alliance/AA/M. Khan
Pakistan Islamischer Staat Führer Hafiz Saeed
د پاکستاني طالبانو يوه ډله له داعش سره هم يوځای سوې دهانځور: picture-alliance/dpa/TTP