1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه تروریزم او افراطیت دی»

سید ریاض۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

پاکستاني ژورنالیست او د آئین ورځپاڼې مسئول مدیر شمیم شاهد، په پاکستان کې د وروستیو ترهگریزو بریدونو په اړه له دویچه ویله سره یوه لنډه مرکه کړې ده، چې په لاندیني متن کې یې لوستلای شئ.

https://p.dw.com/p/1CF0j
انځور: picture-alliance/dpa

دویچه ویله: شمیم شاهد، ستاسو په فکر ولي په پاکستان کې ناکرارۍ پای نه مومي؟

شاهد: دا ځکه چې دلته (پاکستان) حکومت چارواکي، سیاسي او مذهبي مشران او پوره قوم پر دغو مسایلو باندي تقسیم دی. د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه ترهگري ده، افراطیت دی. تر اوسه پوري زموږ زیات سیاسي مذهبي مشران، نه یوازي د ترهگرو ملاتړ کوي بلکې هغوی د ترهگرو سرپرستي هم کوي، او حکومتي چارواکي دې ته نه پریږدي چې د ترهگرو خلاف پوځي عملیات پیل کړي. نو ځکه دلته ورځ په ورځ مسایل لا پسې زیاتيږي، خونړۍ پیښې تر سره کیږي او موږ د سبا په انتظار، پر نن باندي سترگې پټې کړي دي.

دویچه ویله: نواز شریف چې کله حکومت جوړ کړ نو ویې ويل چې له طالبانو سره به د سولې په هکله خبرې اترې پیل کړي او دغه خبري اترې پیل هم شوې، خو دغه خبري اترې ولې ناکامه شوې؟

شاهد: دا ځکه چې طالبان یو نه دي، طالبان ډیري ډلي دي، د طالبانو تر شا ډیر قوتونه دي او دغه قوتونه د افغانستان او پاکستان په سرحدي لیکو کې د خپلو مقصدونو او اهدافو له پاره کار کوي. هغوی نه غواړي چې په دې سیمه کې دې امن راشي، په دې سیمه کې دې سوکالي راشي او بالاخره په دې سیمه کې سیاسي استحکام راشي.

دویچه ویله: څه فکر کوئ چې اوس د پاکستان حکومت ته د پوځي عملیاتو پرته کوم بل انتخاب پاته دی؟

شاهد: لکه څرنگه چې ما تاسې ته مخکې وویل، زموږ دولتي چارواکي د ترهگرۍ پر موضوع باندې لا ترمخه په خپلو کې تقسیم دي. د هغوی په منځ کې ځیني قوتونه دي، ځیني ادارې دي چې نه غواړي طالبان له منځه ولاړ شي. بلکې هغوی غواړي چې د طالبانو سلسله دي همداشان جاري وي، ځکه چې د هغوی دا خیال دی کله چې له افغانستان څخه اتحادي ځواکونه ووځي، نو دوی به د تیر په شان د همدې ترهگرو په واسطه قبضه کوي، او بیا به په افغانستان کې همداشان اړ او دوړ رامنځ ته کوي او خپلو اهدافو ته به رسیږي.

دویچه ویله: دغه کوم قوتونه دي؟

شاهد: دا ادارې دي. دا په مختلفو برخو کې موجودي دي، په سیاسي برخه کې هم شته، په انتظامیه کې هم شته او په امنیتي کړیو کې هم.

دویچه ویله: پخوا به داسې فکر کیدی چې د طالبانو ټولو توجه افغانستان ته ده. څه فکر کوئ چې اوس دغه بهیر یا روند بدلون موندلای دی؟

شاهد: په دغه روند کې د پخوا په پرتله ډیر زیاتوالی راغلی دی. پخوا هغوی یوازي افغانستان پورې وو تاسو ولیدل چې تیره شپه د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي یرغل شوی دی او طالبانو نن د هغې مسئولیت پر غاړه واخیست، اخبارونو ته یې په ښکاره ډول بیانیې استولي دي او ویلي یې دي چې د کومو لاملونو له کبله یې دغه برید کړی دی. زما په آند د طالبانو ښکار یوازي افغانستان نه دی او اوس یې خپله ټوله توجه پاکستان ته اړولې ده. په کار دا ده چې د پاکستان حاکمان په دې پوهه شي چې د طالباني کیدو مفکوره یوازې افغانستان ته خطر نه دی، بلکې دغې مفکورې پاکستان هم له ډیر لوی خطر سره مخامخ کړی دی.