1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان حکومت د مېرمن بوتو سم امنيت نه و نيولی»

۱۳۸۶ دی ۷, جمعه

د بی نظير بوتو يو پخوانی نژدی همکار، حسين حقانی له سی ان ان سره په يوه مرکه کی د پاکستان په حکومت تور ولگاوه چی د ميرمن بوتو لپاره يی سم امنيت نه و نيولی.

https://p.dw.com/p/DKC3
انځور: AP

هغه په خپله مرکه په مستقيمه توگه څوک تورن نه کړ او وويل:
“ زه فکر نه کوم چی اوس دی سړی سمدلاسه څوک د دغی پیښی لپاره تورن کړی، خو مهمه خبره دا ده چی بی نظیر بوتو، په وار وار سره د امنیت لپاره غوښتنه کړی وه . هغی د اکتوبر د اتلسمی نیتی د حملی د پلتنی لپاره د اف بی ای او د انگلستان د سکاتلند یارد د پولیسو د مرستی غوښتنه کړی وه. دا کار ونه شوو.

نن په انترنيت کې خبر ورکړ شوی دی، چې القاعده د بی نظير بوتو د وژنې مسووليت اخيستی دی.

د پاکستان د پخوانی لومړی وزیری، بی نظیر بوتو جنازه نن پلارنی هدیری کی خاورو ته سپارله کیږی. د پاکستان د خبری رسنیو د رپوتو له مخی، د هغی تابوت په یوی پوځی الوتکی کی د سند په ایالت د سوکورښار ته ولیږدول شوو.