1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د بې پيلوټه الوتکي لومړی يرغل

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د دغه هیواد جوړي لومړۍ بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې شکمن یاغیان وژل شوي دي. دغه برید د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/1GS7G
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas

رویترز خبري آژانس لیکلي دي چې په جگړه کې به د بې پيلوټه الوتکو کارول په پاکستان کې نوي بحثونه راوپاروي. د پاکستان حکومت په تیره لسیزه کې په رسمي توگه د یاغیانو پر پټنځایونو د امریکا متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، ویلي دي چې د «بوراق» په نوم بې پيلوټه الوتکي د افغانستان سرحد ته څیرمه شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د شکمنو یاغیانو پټنځای په نخښه کړی دی.

باجوه د تویتر ټولنیزي شبکې په لنډ پیغام کې لیکلي دي چې په شوال دره کې د یاغیانو پر پټنځای برید، درې مهم ترهگر وژلي دي. هغه په دې هکله نور معلومات نه دي ورکړي چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید څه وخت شوی دی.

د دغه خبري آژانس په وینا په سیمه کې یاغیانو له د دغو درو وژل شوو کسانو څخه یو تن د نظام وزیر په توگه یاد کړی دی چې د پاکستاني طالبانو د یوې متحدي ډلي مشرتوب يې پر غاړه لاره. د هغوی په وینا نظام وزیر د دوشنبې په ورځ ښخ شوی دی.

د پاکستان پوځ د افغانستان سرحد ته څیرمه په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي. د پاکستان پوځ تیره میاشت شوال درې ته ځمکني عملیات هم وغځول چې د هوایي پوځ ملاتړ ورسره دی.

د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې په دغه هیواد کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي او دا یې د خپلي ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندي سرغړونه بللې ده خو داسي شک هم کیږي چې پاکستان ښایي په پټه ځیني بریدونو ته اجازه ورکړې وي، په ځانگړې توگه د پاکستاني طالبانو د مشرانو پر ضد.

په لندن کې د تحقیقاتي ژورنالیزم د دفتر د یوې څېړني له مخې په پاکستان کې له ۲۰۰۴م کال راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ۲۴۰۰ انسانان وژلي دي. پاکستان په مارچ میاشت کې د «بوراق» په نوم د بې پیلوټه الوتکه ازموینه وکړه.

دغه الوتکه د دې توان لري چې په لايزر سره لارښوونکي توغندی انتقال کړي. له دې سره پاکستان د امريکا متحدو ايالاتو، چين، اسرائيل او ډيرو نورو هغو هيوادونو په ليست کي شامل سوی چې دغي شان تکنالوژي لري.