1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د ټاکنو په اړه د افغانانو غبرګونونه

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د پاکستان پارلماني ټاکنو او د هغې پایلو په افغانستان کې بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي. افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه ملکي حکومت څخه بل ته د واک د لیږد په اړه مبارکي ویلې ده.

https://p.dw.com/p/18WTT
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه وینا پاڼه کې هیله څرګنده کړې ده چې نوی حکومت به سولې ته د لارې هوارولو، له افغانستان سره د وروګلوی له پاره او ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د پناه ځایونه په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

یو شمیر سیاستوال او کارپوهان وایي چې د نواز شریف سیاست افغانانو ته معلوم دی. د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د غیر رسمي پایلو له مخې د نواز شریف مسلم لیګ (ن) ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

یو شمیر افغان کارپوهان په دې آند دي که چیرې نواز شریف د افغانستان پر وړاندې خپل زوړ سیاست کې بدلون را نه ولي، ښایي د دواړو هیوادونو اړیکې د تیرو پنځو کلونو په پرتله نورې هم ترینګلې شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی خالد پښتون، وایي که چیرې نواز شریف د افغانستان پر وړاندې خپل زاړه سیاست ته له سره کتنه وکړي، د اړیکو د ښه والي زمینه موجوده ده: «مونږ هیله مند یو چې نواز شریف به دا ځل هغه کارونه چې په تیرو وختونو کې یې کړي دي تکرار نه کړي. هڅه دې وکړي چې نوی او د دوستۍ باب پرانیزي. افغانان به تیر له یاده وباسي او کیدلای شي افغانستان او پاکستان ښه دوستان واوسي.»

د افراطیت د ډیریدو څخه انديښنه

ویل کیږي چې نواز شریف په پاکستان کې له پوځ او مذهبي تندلارو سره نزدې اړیکي لري. افغانان له دې کبله انديښمن دي چې دغه نزدیوالی ښایي د هغو تندلارو ډلو په تقویت واوړي چې د افغانستان د خلکو او دولت پر ضد جنګیږي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال، په دې باور دی چې په پاکستان کې سیاسي ګوندونو د تل له پاره له بنسټپالو څخه ملاتړ کړی دی، تر څو په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

هغه زیاتوي: «هغوی ټولو (د پاکستان سیاسي ګوندونو) د پاکستان د ګټو له پاره له طالبانو څخه ملاتړ کړی دی. هغوی د مرکزي آسیا، چیچنیانو، قفقاز او د عربي هیوادونو د تندلارو څخه د خپل هیواد د ګټو له پاره ملاتړ کوي.»

نواز شریف د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ویلي وو، چې غواړي پاکستان د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې له ایتلاف څخه راوباسي.

د ښاغلي جلال په آند په اوسني وخت کې هم په افغانستان او هم په پاکستان کې وضعیت د طالبانو په ګټه دی. هغه وایي چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته د تندلارو ډلو ودې او د مدني او د موکراتو بنسټونو د ځپلو ته یو ځل بیا لاره برابریږي.

په همدې حال کې د افغانستان عام وګړي له هغه حکومت څخه چې د ټاکنو په پایله کې رامنځ ته کیږي غواړي پس له دې په سیمه کې د ویرانۍ څخه لاس واخلي او تروریزم تقویه نه کړي. د سلیم په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي: «دا چې ګاونډیان یو، له هغه وخته چې په یاد لرم، له مونږ سره یې ښه اړیکې نه دي لرلي.»

د ذبیح الله په نوم د کابل یو بل تن اوسیدونکی وایي چې د افغانستان خلک د ایران او پاکستان د مداخلو له کبله له سختو ورځو سره مخامخ شوي دي او د افغانستان پر وړاندې د دغو دواړو هیوادونو په سیاست کې د ښه والي هیله نشته.

د نواز شریف له ګوند وروسته د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند، ډیرې څوکۍ ګټلي دي. د نوازشریف او عمران خان په اړه د افغان کارپوهانو نظر تقریبا ورته دی.