1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پارلمان غړي کابل ته تللي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د پاکستان د پارلمان یوه ډله د شنبې په ورځ افغانستان ته سفر کړی چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د میاشتو راهیسې ترینګلې اړیکې ورغوي. د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې په تيرو وختونو کي زیاتي ترينګلي شوي.

https://p.dw.com/p/2c96X
Pakistan Eröffnung des neuen Parlaments 1. Juni 2013
انځور: AFP/Getty Images

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دې هیواد د پارلمان مشر، سردار ایاز صدیق د پاکستاني پلاوي مشري کوي. اعلامیه زیاتوي چې دغه پلاوی به د دوو ورځو له پاره له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

اعلامیه همدا راز زیاتوي چې سردار ایاز صدیق په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ثبات په هکله د پاکستان د تعهداتو یادونه کړې او د ترهګرۍ د لمنځه وړلو له پاره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اړتیا غږ کړی.

د روان کال د فبروري میاشتې په ۱۶ نیټه د پاکستان پوځ له افغانستان سره پولې هغه مهال وتړلې چې یوه ځانمرګي بریدګر په پاکستان کې د صوفیانو په یوه زیارت کې ځان ته چاودنه ورکړه او ۹۰ کسان يې ووژل. پاکستان تور پورې کړی وو چې دغه ترهګر د یوې داسې ترهګرې ډلې غړی وو چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

د پولې د بندیدو له امله د څو اونیو له پاره په زرهاوو کسان او بار وړونکي موټر د پولو دواړو خواوو ته بند پاتې وو. په لندن کې د دواړو هیوادونو د امنیتي چارواکو تر ناستې وروسته، د مارچ په میاشت کې، د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف پریکړه وکړه چې لارې بیرته پرانیستل شي.