1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ستري محکمې، گيلاني رد صلاحيت کړ

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د پاکستان ستري محکمې نن په خپله یوه پریکړه کي د دغه هیواد صدراعظم رد صلاحیت کړ. ښايي په دې کار سره پاکستان له یوه سیاسي بحران سره لاس و گریوان شي.

https://p.dw.com/p/15Hkv
انځور: AP

د پاکستان ستري محکمې د اپریل د میاشتي پر ۲۶مه نېټه صدراعظم یوسف رضا گیلاني ته په سمبولیکه توگه له یوې دقیقې څخه هم کمه سزا اورلې وه.

ستري محکمې له لومړي وزیر څخه غوښتي ول، چي د سویس هیواد چارواکو ته لیک واستوي تر څو د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري پر وړاندي د درغلیو دوسیې پرانیزي.

خو لومړي وزیر له لیک استولو څخه انکار کړی وو او ویلي ئې ول، چي ولسمشر قانوني مصئونیت لري او هغه له عدلي تعقیب څخه خلاص دئ. له دغه حکم څخه د سرغړواي په تور محکمې هغه ته له یوې دقیقي څخه کمه سزا اورولې وه.

د پاکستان د اساسي قانون پر اساس، هرهغه څوک چي محکمې ته سپکاوي وکړي نه سي کولای چي د پارلمان غړی شي.

د محکمې تر اولي پریکړي وروسته دغه قضیه د پارلمان مشري ته راجع شوې وه او د پارلمان مشره چي د یوسف رضا گیلاني د گوند غړې ده، د می د میاشتي پر ۲۴مه نېټه ویلي ول، چي «هیڅ داسي پوښتنه نه راولاړیږي چي گويا گیلاني دي رد صلاحیت شي.»

د پارلمان د مشري له دغه پریکړي څخه وروسته گیلاني پریکړه وکړه چي هغه ته د اورول شوي سزا پر وړاندي به جوابي دعوه دایره نه کړي. خو نن ستري محکمې په خپله پریکړه کي گیلاني رد صلاحیت اعلان کړ. د سترې محکمې مشر افتخار محمد چودهري په خپله پریکړه کې وویل:

«یوسف رضا گیلاني د اپریل د میاشتي له ۲۶ نېټې څخه چي هغه ته سزا اورول شوې وه د پارلمان له غړیتوب او صدراعظمۍ څخه رد صلاحيت دئ.»

چودهدري زیاته کړه چي د پاکستان د ټاکنو کمېسیون باید د هغه د رد صلاحیت اعلان وکړي. په عین وخت کي چوهدري د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري څخه غوښتي دي چي د دموکراتیکي پروسي د جاري ساتلو له پاره اړین گامونه پورته کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل