1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان سرحدي ځواک د طالبانو همکار دئ»

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه

د افغانستان په ختیځ کي د سرحدي پولیسو یو شیمر قوماندانانو د پاکستان سرحدي ځواکونه افغانستان ته له اوښتونکو طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

https://p.dw.com/p/15LtA
انځور: AP

افغانستان له پاکستان سره شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، چي ډیري برخي ئې تر کنترول وتلي دي.

د کونړ ولايت د سرحدي پولیسو یو قوماندان جګړن ګل محمد ويلي دي، چي د پاکستان سرحدي پولیس، نه یوازي دا چي له طالبانو سره ترانسپورتي او استخباراتي همکاري کوي، بلکي د افغان سرحدي ځواکونو پر چوڼیو هم د هاوانونو او توپونو منظم بريدونه کوي.

د هغه په خبره، چي دغه مسئله ئې څو واري له پاکستان او په افغانستان کي له ناټو ځواکونو سره شریکه کړې هم ده، خو تر اوسه پوري لا پاکستاني ځواکونو له دغه بریدونو څخه لاس نه دی اخیستی:

«په دوکلم سیمه کي پاکستان زموږ سره سرحد لري، زموږ پوستې څنګ پر څنګ پرتې دي، طالبان را اوړي زموږ خاوري ته او د پاکستان پوځيان ورسره د توپچي او هاوانونو همکاري کوي. دا په دې معنی چي زموږ سیمه په نخښه کوي، چي موږ مصروف و ساتي او یاغیانو ته افغانستان ته د ننوتلو زمینه برابره شي.»

د کونړ والي سید فضل الله واحدي هم وایي، چي د پاکستاني پوځیانو او له طالبانو سره د هغوي له همکارۍ څخه په تنګ شوی دئ:

«د پاکستان له غاړي پر موږ توغندی توغول کیږي، یو شمیر خلک ئې مړه او ژوبل کړل، ډيري کورنۍ ئې تېښتي ته اړ ایستلي دي او خلګ ځني په تنګ دي.»

په افغانستان کي د پوځي چارو ځیني مبصرین په دې اند دي، چي هر څومره چي ۲۰۱۴ کال ته لږ وخت پاته کیږي، په هغه اندازه د افغانستان په چارو کي د پاکستان لاس وهنه زور اخلي. ځکه د هغوی په خبره پاکستان د ترهرګرو اصلي ځاله ده او نړیواله ټولنه په تیره یوه لسیزه کي و نه توانیده چي د پاکستان حکومت دې ته اړ باسي چي د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د افغان پوځ پخوانی جنرال نورالحق علومي وايي:«د ترهګرو هغه ځالي، چي په پاکستان کي وې تر اوسه نه دي ړنګي شوي او دلته په افغانستان کي هم داسي حکومت نشته چي له خپلي خاوري څخه دفاع وکړي.»

پاکستان تر اوسه پوري د افغان چارواکو ددې ادعاو په اړه څه نه دي ويلي. خو نور کله ئې هر وخت دغه ډول ادعاوي رد کړي، چي گويا دوی دي په افغانستان کي له طالبانو سره مرسته کوي.

پاکستان وايي، چي له تروريزم سره په مبارزه کي اصلي قرباني دوی ورکړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل