1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سرحد ته نژدې د هندي پوځ پر مقر بريد ۶ ووژل

۱۳۹۴ دی ۱۲, شنبه

د شنبې د ورځي دغه بريد د پاکستان سرحد ته نژدې په پټان کوټ کي د هندوستان د هوايي ځواکونو پر مقر تر سره سوی دی. په وژل سوو کي څلور بريد کوونکي هم شامله دي.

https://p.dw.com/p/1HX3J
انځور: Getty Images/AFP/Raveendran

د هندوستان عسکرو څلور وسله وال وژلي دي. دغه څلور کسان د شنبې په ورځ د پاکستان سرحد ته نژدې په پټان کوټ کي د هند د هوايي قواوو مقر ته ورننوتلي ول. ويل سوي چي دغه وسله وال مقر ته داخل سول او پر امنيتي کسانو يې ډزي پېل کړې. هندي چارواکو او رسنيو ويلي چي په دغه بريد کي دوه هندي عسکر هم وژل سوي دي.

د پټان کوټ د سيمي پوځي مقر د پلازمېني نوي ډهلي په شمال کي په ۴۳۰ کلومترۍ کي واقع دی. د هندوستان د پوځ وياند روچېل دې سيلوا ويلي دي چي بريد کوونکي د عسکرو د اوسېدو برخې ته داخل سوي ول. د هغه په وينا خو هغوی په دې ونه توانېدل چي د مقر هغي برخي ته داخل سي چيري چي جېټ او څرخي الوتکي او نور تجهيزات سته.

د پرېس ټرسټ آف انډيا خبري آژانس د پوليسو نقل قول خپور کړی دی چي دغه بريد او وسله واله نښتي څلور ساعته دوام وکړ. زياته سوې چي پوليسو د مقر شاوخوا سيمي کلابندي کړې چي د بريد کوونکو ممکنه مرستندويان ونيسي.

د پټان کوټ سيمه د هندوستان د پنجاب ايالت په هغه برخه کي واقع ده چيري چي د جمو او کشمير سره د نور هيواد نښلونکی سړک تېر سوی دی. دغه سيمه د هندوستان ګاونډي هيواد پاکستان ته هم ډېره نژدې ده.

ويل سوي چي پوليسو پلټني پېل کړي چي ايا بريد کوونکي د کشمير يا پاکستان څخه راغلي ول که څنګه. د کشمير ياغيان د ۱۹۸۹ کال راهيسي د هندوستان تر ولکې لاندي کشمير کي اکثره وختونه بريدونه کوي. دغه ياغيان يا خو بشپړه خپلواکي او يا د پاکستان سره الحاق غواړي.

دغه بريد په داسي حال کي تر سره سوی چي و پاکستان ته د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د ناڅاپه ورتګ يوه اونۍ پوره کيږي. مودي د روسيې او کابل څخه وروسته پاکستان ته رسېدلی ؤ او هلته يې د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف د زېږېدنې د کليزې په مناسبت د هغه سره ملاقات کړی ؤ. دغه ليدني کتني ته په دې سترګه کتل سوي ول چي دواړه دغه اټومي قوتونه خپلمنځي اړيکي بهتره کول غواړي.