1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یوځای کیږي

فريدالله خان/پېښور۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعه

د پاکستان حکومت پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې د قبایلي سیمو اووه ایجنسۍ له خیبر پښتونخوا سره یوځای شي. په دې کار سره به په قبایلي سیمو کښې د پاکستان د نورو سیمو په څیر یو ډول قانونو عملي کیږي.

https://p.dw.com/p/1JpxW

د پاکستان حکومت غواړي چې په تدریجي توګه شاوخوا ۳۹ زره کیلومتره مربع خاوره چې اووه قبایلي اجنسۍ پکښې شاملې دي، له خیبرپښتونخوا سره یو ځای کړي.

د قبایلي سیمو چې نفوس یې کابو لس ميليونه ښوول کيږي، د ۱۹۰۱م کال راهیسې پکښې «د سرحدي سيمو جرمونو قانون» حاکم دی. د قبایلي سیمو د اوسیدونکو تر ټولو مهمه غوښتنه دا وه چې په ټول پاکستان کښې حاکم قانون دلته هم پلی شي.

د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه په دې هکله چې قبایلي سیمې دې د پښتونخوا برخه وګرځول شي، هم نظره دي. په دې کار سره به د پاکستان د نورو سیمو په څیر د دغو سیمو خلک هم په ټاکنو کښې خپل استازی ولري، څو د خپلو سیمو پرمختګ او ودانولو له پاره کار وکړي.

د لومړي وزير نوازشريف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د دې کار له پاره یوه کمیټه جوړه کړه او د ټولو قبایلي سیمو تر لیدنې او د خلکو د نظرونو تر اوریدو وروسته يې لومړي وزیر ته رپوټ وړاندي کړی دی.

د دې رپوټ پر اساس د قبایلي سیمو زیاتره اوسیدونکي له خیبر پشتونخوا سره د یوځای کیدو غوښتنه لري. په لومړي ګام کښې د قبایلي سیمو د بیارغوني او پرمختګ له پاره ۷۰ میلیارده روپۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

د دې ترڅنګ به دغو سیمو ته ملي بودیجه هم د ۳ سلني بودیجي پر ځای ۴ سلني ته لوړه شي او په امنیتي ځواکونو کښې به له دې سیمې څخه ۲۰ زره ځوانان په دنده وګمارل شي.

Treffen des Sipah-Stamms in Pakistan
انځور: DW/F. Khan

په دې هکله دویچه ویله د پاکستان د ولسي جرګې له پخواني استازي او قانون پوه، لطیف افریدي څخه وپوښتل، هغه وویل: «قبایلي سیمې له جغرافیايي، ټولنیز او سیاسي اړخه د خیبرپښتونخوا برخه ده. اوس دغه سیمې چې د خیبرپښتونخوا سره یوځای کیږي، په دې کار سره به د قبایلي سیمو د خلکو حق ورکړل شي او د دوی له خوا ټاکل کیدونکي استازي به د دوی اواز پورته کړي.»

په کلنۍ بودیجه کښې به هرې قبایلي سیمې ته بودیجه ټاکل کیږي او عام وګړي به ترې ګټه اخلي.» هغه زیاتوي که حکومت وغواړي چې د قبایلي سیمو له پاره بیل ایالت جوړ کړي، نو ددې کار له پاره ۱۰۰۰ میلیارده بودیجي ته اړتیا ده. په اوسني حالت کښې پاکستان د دومره بودیجې د ورکړې توان نه لري.

په دې اړه د جنوبي وزیرستان ځايي مشر اشرف داور، دويچه ويله ته وويل: «په تیرو ۷۰ کلونو کښې د قبایلي سیمو خلک محروم ساتل شوي، او اوس که حکومت غواړي چې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړي، په دې کار سره به د دې سیمو خلکو ته د زده کړې، روغتیایي اسانتیاوو او د پاکستان د نورو سیمو په څیر اساسي اسانتیاوې ورکړل شي.»