1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پر سرحدي پوستو يرغل ۱۵ کسان وژلي

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په خبره له افغانستان سره په سرحد کي ئې پر درو پوستو وسله وال يرغل ۵ عسکر وژلي دي. د دوی په خبره ياغيان د افغانستان له اړخه راغلي دي.

https://p.dw.com/p/2YgY6
Afghanistan Pakistan Grenze Gefechte 02.05.2013
انځور: Reuters

د پاکستان پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي له افغانستان سره په سرحد مومند ايجنسي کي د يکشنبې په ماښام د دوی پر درو سرحدي پوستو وسله والو ياغيانو بريدونه کړي او پنځه عسکر ئې وژلي دي.

د جرمني خبري آژانس «dpa» د پاکستاني چارواکو په حواله ليکلي دي چي بريد کوونکي د افغانستان له اړخه راغلي دي.

پاکستاني چارواکو ادعا کوي چي له افغانستان سره په سرحدي سيمو کي د پاکستان د پوځ د پراخو عملیاتو په ترڅ کي ډېر ياغيان افغانستان ته تښتېدلي دي. پاکستان پر افغانستان تور لگوي چي د وسله والو ياغيانو ملاتړ کوي. خو افغانستان بيا دغه تورونه نه مني او وايي چي د ياغيانو پټنځايونه او روزنځايونه د پاکستان په خاوره کي دي.

د روان کال له فبرورۍ مياشتي راهيسي په پاکستان کي د زورزياتي څپې زور اخيستی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سنتی اړيکي نوي پړاو ته رسېدلي دي. په فبروري مياشت کي د پاکستان په سيند ايالت کي تر يوې خونړۍ چاودني وروسته چي تر ۸۰ ډېر انسانان پکښې ووژل سول، پاکستان له افغانستان سره سرحدي دروازې وتړلې. له نژدې درو اونيو راهيسي په زرونو افغانان د سرحد دواړو اړخونو ته بند پاته دي.

پر دې سربيره ويل کيږي چي پاکستاني پوځيانو په افغانستان کي هغه سيمي بمبار کړي چي پکښې د ياغيانو د پټنځايونو گومان کيږي. په سونو کورنۍ مجبوره سوې چي له دغو سيمو وتښتي.

افغانستان بيا پخپل وار سره پر پاکستان تور لگوي چي د افغان وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: