1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سندهـ ایالت کې د ټولو مهاجرو د راجستر کولو پریکړه

۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبه

د پاکستان د سندهـ ایالتي حکومت د دغه ایالت په دننه کې په ځانگړې توگه د کراچۍ ښار په اطرافو کې د اوسیدونکو قانوني او غیر قانوني ټولو مهاجرو د راجستر کولو پریکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2Rl73
Pakistan Karatschi Murad Ali Shah Ernennung
انځور: DW/R. Saeed

د راجستر کولو د پریکړې موخه په سندهـ ایالت کې د اوسیدونکو مهاجرو په هکله د بشپړو معلوماتو راټولول او د یوه ډیټا بیس یا معلوماتو د زیرمې رامنځ ته کول دي. دغه پریکړه د سندهـ ایالتي یا اعلی وزیر سید مراد علي شاه، په مشرۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو په هکله یوه غونډه کې وشوه.

د امنیتي ادارو مشرانو مراد علي شاه، ته د امنیتي وضعیت په هکله د معلوماتو ورکولو پر وخت هغه په نزدې تیر وخت کې د هدفي عملیاتو او د لويو تندلارو د نیولو څخه خبر کړ. ویل شوي دي چې دغو نیول شوو کسانو په کراچۍ ښار کې د اوسیدونکو ځینو تندلارو او د هغوی د پلانونو په هکله معلومات ورکړي دي.

په دغه غونډه کې دا خبره هم په گوته شوې ده چې کراچۍ او د هغې په اطرافو کې په جوړ شوي کليو کې اوسیدونکي «غیر قانوني مهاجر» تندلارو ته د پناه ورکولو او له هغوی سره په مرسته کولو کې ښکیل دي. د سندهـ د ایالتي وزیر په مشرۍ په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په کراچۍ او سندهـ ایالت کې به د مېشتو قانوني او غیر قانوني مهاجرو په هکله هر اړخیز معلومات راټولیږي.

په دې ترڅ کې ایالتي وزیر د کراچۍ کمېشنر ته سپارښتنه وکړه کې چې د رینجرز مشر، د سندهـ د پولیسو عمومي مشر، د کورنیو چارو ایالتي سیکرتر او له نورو اړونده ادارو سره په گډه کار پېل کړي.

پر دې سربیره د مهاجرو په هکله د معلوماتو د راټولو له پاره ۱۵ ټیمونه یا گروپونه هم جوړ شوي دي. په دې موخه د راجستر کیدو د فورمې د جوړولو چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوي دي.

د سندهـ ایالتي وزیر دا هم ویلي دي چې که هر گوند په ترهگریزو فعالیتونو کې ښکیل وموندل شو نو دفترونه به یې له منځه وړل کیږي.