1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کي د ناروغيو گواښ زيات سوی دی

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

د مون سون بارانونه د پاکستان په سويل ختيځو سيمو کي د سيلابونو سبب ورگرځېدل. په لسگونو زره انسانان تر اوسه لا په اوبو کي گير پاته دي

https://p.dw.com/p/OaxU
تازه سيلابونه د پاکستان د تاريخ بدترينه بلل سويدي
تازه سيلابونه د پاکستان د تاريخ بدترينه بلل سويديانځور: AP

دچورلکو الوتکو غږونه دډيروسیلاب ځپلو په نظر د بچېدو معني لري. ځکه چي چورلکي الوتکي يوازنۍ وسیله ده چي دهغه په واسطه هغو سيموته چي اوبو چارپيري کړيدي څوک رسيداي شي. پوځ په لسهاووالوتکي په کار اچولي دي. خو دا ټولوته درسيدلو لپاره ډيري کمي دي. يوه ښځه وايي:

«دمونږ بام بادالوزولي او دمونږ ټول وسآيل اوبو وړيدي. تر اوسه پوري هيڅ يو سياستوال ندي راغلي اوپوښتنه يي نده کړي چي مونږ څه حال لرو.يوازي پوځ مونږ ته مرسته کړیده.»

دپوځ دخپلي وينا سره سم دوي په لس هاووزره کسه بچ کړيدي. او هغوکسانوته يي نجات ورکړيدي چي دزورورو او بو له ډاره خپلو بامونوته ختلي وو.خو ددي ښځي په شان ډير نور کسان هم لدينه چي سياستوالو يي ډيره کمه پوښتنه کړيده شکايت کوي. او وايي چي دبچولو اقدامونه ډیر ورو ورو شويدي. اوکيداي شي چي دخيبر پښتونخوا په بيدغه بيثباته ولایت کي دا دزورلارو په ګټه تمام شي.نړيوال تنظيمونه دمثال په ډول دملګرو ملتونود موسسي دخوراکي شيانوموسسه هڅه کوي چي دخلکو اړي ترهغه ځايه چي امکان يي شته پوره کړي. په پاکستان کي ددي موسسي دمشر مرستيال دومينيک فرانکه فورت وايي چي دوي همدا اوس ۶۰۰۰ کورنيو ته مرسته رسولي ده، او زياتوي:

«اړه ډيره زياته ده مونږ غواړو چي۳۵زره نورو کورنیوته هم پدي اونۍ کي مرستي ورورسوو.»

د مړو انسانانو او څاريو نا ښخ سوي جسدونه د ناروغيو گواښ را منځ ته کړی دی
د مړو انسانانو او څاريو نا ښخ سوي جسدونه د ناروغيو گواښ را منځ ته کړی دیانځور: DW

خوتر اوسه پوري لاهم ډير کسان، اوبو داسي چارپير کړیدي چي دمرستي د رسولو امکان ورته نوو. هغه وراني او ويجاړتیابه چي له غره نه دري ته په ډير شدت سره بهيدلو اوبو له امله منځته راغلي، هغه وخت څرګنده شي چي اوبه بیرته وچي شوي وي. ډيري هغه کسان چي دځانونوپه بچولوبريالي شويدي دکډوالو په کمپونوکي ژوند کوي.پرته لدي چي پوه شي چي ددوي ژوندون به په راتلونکي کي څنګه وي.يو سړي وايي:

«زه په سرويس کي له راولپنډۍ څخه راغلي يم خو په نيمايي لاره کي مجبوره وم چي له سرويسه ښکته شم.مابيا په خپلو پښو مزل وواهه.ترڅو چي دغه کمپ ته چي ثابته ځاي دي ورسيدم. زه خپله مور لټوم.چي سمه په لاره نشي تلاي خپله ښځه اوماشومان هم لټوم خو تراوسه مي يو هم ندي ميندلي.»

نړیوالي مرستي پيل شويدي.اروپاييټولني، دامريکا متحده ایالتونو، اودملګرو ملتونوموسسي دمليونهاوو پيسو دورکولو ژمنه کړيده.اومرستندویه ټولنوهم دمرستواوبسپنو غوښتنه په ټينګه سره کړيده. د ژوندي پاتي شويو کسانو ترمنځ دساري ناروغيو دخپريدو خطر ډير ليدل کيږي.او دڅکاک اوبه يا هيڅ نشته اوياداچي کرغيړني شويدي. فرانکه فورت پدي اړه وايي:

«زه ډيره انديښنه لرم خو زه دبسپنه ورکونکو مرستوته هيله من یم. تر څو چي مونږ خپلو اقدامونوته دوام ورکړاي شو.»

يو بل کتونکي وايي :

« پاکستان اوس له وژونکو دښمنو سره په ټولو جبهوکي په جګړه لګيادي.هغه هیواد، نه یوازي دظالبانوپه وړاندي جګړه کوي، بلکه اوس دطبيعت په وړاندي مبارزي ته هم مجبوره دي.»


ليکونکې: کيوسټنر/ رحيله اميري

کتونکی: احمدولي اڅکزی