1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په شمال کې د زور زیاتیو په پیښو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14XPW

د پاکستان په شمال کې د مذهبي ډلو له خوا د زور زیاتیو په ترڅ کی ۱۴ تنه له منځه تللي دي. د پولیسو په حواله د سه شنبې په ورځ د ګلګت په ښار کې د پولیسو سره په نښتو کې لومړی ۵ تنه سني مذهبه هغه وخت ووژل سول چی د شیعه ګانو د ممکنه حملو پر ضد ئې مظاهرې کولې.

له دغې پیښې وروسته وسله والو کسانو شپږ عرادی بسونه ودرول او پکښي ناست نهه تنه شیعه مذهبي ئې په ډزو وویشتل. د فبرورۍ په میاشت کې هم په یوې غرنې سیمه کې ۱۶ تنه شیعه ګان چی په یوه بس کی سپاره ول وژل سوي ول. په پاکستان کې په وروستیو وختونو کې مذهبي شخړو یو وار بیا زور اخیستی دئ