د پاکستان په لارهو ښار کې پر دوو کلیساگانو بریدونه شوې
۱۳۹۳ اسفند ۲۴, یکشنبه
د پولیسو یوې ویاندۍ نبیلا غضنفر،«ای.اف.پي» اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه چاودنې نن د یکشنې په ورځ هغه مهال وشوې چې په دوو کلیساگانو کې د عبادت مراسم ترسره کیدل.
دغه کلیساگانې په هغو سیمو کې واقع دي چې تر ۱۰۰۰۰۰ډیر عیسویان په کښې میشت دي. په همدې منځ کې له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوې الاحرار ډلې«په یوحنا آباد»سیمه کې د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړې اخیستې دی. د دغې ډلې ویاند ویلي دي چې دا کار د دوی د ډلې له خوا ترسره شوې دی.
د دغو پيښو ټپیان په عاجله توگه د لاهور لوې روغتون ته لیږدول شوې دي. روغتیایې مسئولینو په پیل کې د ۱۰ تنو مړینه او د ۵۰ تنو ټپي کیدل تائيد کړي ول، چې په هغوې کې د ۳۰ تنو ټپیانو روغتیایي وضعت خراب ښودل شوې وو.
د ټپیانو اکثریت ښځې او ماشومان تشکیلوي. په همدې منځ کې د مړو شمیر ۱۴ ته لوړ شوې دی.
د سیمه ییزو سرچینو په حواله پاریدلو خلکو دوه تنه شکمن کسان ژوندي وسوزول. پولیس وایې چې ځانمرگو بریدگرو دوه کلیساگانې چې یو یې د پروتستان او بل یې د کاتولیکانو وو او دواړه یو بل ته نږدې ول د خپلو بریدونو هدف گرځولي.
یو عیني شاهد «عامر مسیح» رسنیو ته ویلي دي چې هغه د یوه دوکان مخې ته ناست وو چې د چاودنې غږ یې واورید.
مسیح وایې کله چې د پيښې ځای ته ورسید گوري چې د امنیتي کارکونکي سره یو تن په شخړه کی دی او کوښښ کوي کلیسا ته ورننوزي. امنیتي کارکونکی مقاومت کوي او په دې وخت ځانمرگې برید ځان پوري تړلي چاودیدونکو موادو ته انفجار وکوي.
د عامری مسیح په خبره هغه پخپله د امنیتي کارکونکي او ځانمرگي بریدگر د بدن غوښي ولیدل چې څنگه په هوا کې پورته شول. خو هغه وایې تر اوسه پوری دا نه ده څرگنده چې تر دې مخي ترسره شوې برید، ځانمرگي وو او که یا یو ځای پرځای شوې بمي برید وو.