1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د پاکستان پوځ درې تندلارې اعدام کړي دي

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د پاکستان پوځ وایي چې درې تندلاري اسلامپاله چې پوځي محکمې د اعدام په حکم محکوم کړی وو، د چهارشنبې په ورځ اعدام شوی دي. دغه کسان په ساهیوال کې په دار ځړول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2ZCfz
Symbolbild Todesstrafe Galgen
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي چې دغو کسانو د پاکستاني طالبانو او د «حرکت الجهاد اسلامي» په نوم د یوې بلې تندلارې ډلې سره تړاو درلود. په بیانیه کې وړاندې ویل شوي دي چې دغه کسان د عسکرو او پولیسو د وژلو په قضیه کې د ښکیلتیا په تور د اعدام په حکم محکوم شوي وو.

پاکستان وروسته له هغې چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشتې کې پر یوه ښوونځي باندې د تندلارو په برید کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول په پوځي محکمو کې د شکمنو تندلارو محاکمې پیل کړې او همداشان په دغه هیواد کې يې پر اعدامونو لگول شوی موقتي بندیز لیرې کړ.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې د بشري حقونو ډلې د پوځي محکمو پر عادلانه توب باندې انتقاد کوي، خو د پاکستان پوځ وایي چې ټول تورن کسان د استیناف محکمې د غوښتنې حق لري.

پوځې محکمو ته د شکمنو تندلارو د محاکمه کولو دوه کلن صلاحیت په نزدې تیر وخت کې پای ته رسیدلی دی، خو د پاکستان پارلمان په دې هکله بحثونه کوي چې دغه څه ادامه ومومي او که نه.