1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د ناټو د هوایي برید په اړه د امریکا څیړنیز راپور رد کړی

۱۳۹۰ دی ۲, جمعه

د پاکستان پوځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د وزارت هغه راپور رد کړی چې په هغې کې ویل شوي چې په دغه پیښه کې د دواړو غاړو له خوا خطاوې تر سره شوي. د ناټو په دغه هوایي برید کې ۲۵ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/13Y7R
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال، اطهر عباس.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال، اطهر عباس.انځور: AP

نوموړي راپور ته د پاکستان غبرګون ښایې د دواړو هیوادونو په ترینګلو اړیکو کې کوم کمښت را نه ولي. دغه پرمختګ د امریکا لپاره د اندیښنې وړ دی ځکه چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان همکاري مهمه ده.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال، اطهر عباس، له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د پاکستان پوځ د ناټو/ امریکا د پلټنو له هغو پایلو سره چې په رسنیو کې خپرې شوې موافق نه دی.

دغه رپورټ وړاندي کاږي چې د پاکستان پوځ به دغه راپور ته خپل تفصیلي غبرګون هغه وخت ښکاره کړي، کله چې دوي په رسمي توګه نوموړې راپور تر لاسه کړي. پاکستان په دغه پلټنه کې د برخې اخیستلو څخه ډډه کړې وه.

اګر چې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان پر پوسته د شوي برید له امله امریکا یو څه ملامتیا په ځان منلي او د رامنځ ته شوي مرګ ژوبلې په اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړې، خو د پیښې په اړه یې کومه بخښنه نه ده غوښتی، دا پداسې حال کې چې زیاتره پاکستانیانو غوښتنه دا وه چې امریکا باید بخښنه وغواړي.

امریکا ویلي چې لمړی پر دوي د پوستې له ځای څخه ډزې شوي او د ځان څخه د دفاع په خاطر دوي ځوابي حمله کړې. امریکایي پوځیان پر دې باور ول چې ګنې د طالب اورپکو له خوا پر دوي برید شوې.

د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو هوایي قواوو یو جنرال، سټیفن کلارک، چې د دغې پلټنې مشري یې هم پر غاړه لرله ویلي چې امریکایي پوځیان پولې ته څیرمه د نوو پاکستاني پوستو د جوړیدو څخه هم نا خبره وو.

خو پاکستان بیا وایي چې لمړی د دوي ځواکونو ډزې نه وې پیل کړې او ناټو ته چې یې کومې نقشې ورکړې په هغې کې په ښکاره ډول په مومندو ایجنسې کې دغه پوسته په نښه شوې.

کلارک دا خبره منلي چې متحده ایالاتو پاکستان پر دې نه وو خبر کړې چې امریکایي او افغان کماندو دغه د شپې عملیات تر سره کوي.

د پینټاګون چارواکو ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مشرانو د پاکستان د لویي درستیز جنرال، اشفاق کیاني، سره تلیفوني خبرې کړي او هغه یې د نوموړي راپور د پایلو څخه خبر کړی، خو هغه ته یې لا په دې اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي.

په کابل کې د دفاع وزارت ویاند، محمد ظاهر عظیمي، ویلي چې افغان دولت به د امریکا متحده ایالاتو پر راپور کومه تبصره و نه کړي.

د نومبر د میاشتې د ۲۶ نیټې دغه پیښې د امریکا او پاکستان خړې پړې اړیکې لاپسې ترینګلې کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم