1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پيښور او مردان بريدونه په افغانستان کي پلان سوي ول»

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ وایي چې د سپتمبر میاشتې پر دوهمه نېټه په پیښور او مردان کې د شوو بریدونو په تړاو یې اووه کسه نیولي دي. د پاکستان پوځ ویاند ادعا کوي چې دغه بریدونه په افغانستان کې پلان شوي ول.

https://p.dw.com/p/2QdMt
Pakistan Armeesprecher Generalleutnant Asim Saleem Bajwa
د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوهانځور: picture alliance/AP Photo/A. Naveed

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د سپتمبر میاشتې پر دوهمه نېټه په پیښور کې پر یوې عیسوۍ مېشتي سیمي باندي د یرغل او د مردان د ځانمرگي برید په تړاو اووه کسه نیولي دي. په دغو پیښو کې ۱۳کسان ووژل شول.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د باجوه، له قوله لیکلي دي چي دوی د سپتمبر میاشتې د دوهمې نیټې د بریدونو مسئوله شبکه ماته کړې ده. د هغه په خبره دغه بریدونه په افغانستان کې پلان شوي ول او په وینا یې کابل یې په دې هکله خبر کړی دی.

باجوه د نیول شوو کسانو هویت په ډاگه نه کړ، خو د پاکستاني طالبانو یوې ډلې هغه مهال د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه واخيست.

د سپتمبر میاشتې پر دوهمه نیټه پیښور ته څیرمه څلورو وسله والو کسانو پر یوه عیسوي مېشته سیمه (کرسچین کالوني) باندي یرغل وکړ او یو تن یې وواژه. هغه مهال پولیسو ویلي ول چې څلور سره برید کوونکي یې هم وژلي دي.

په همدغه نېټه د خیبر پښتونخوا بله سیمه مردان کې یوه ځانمرگي برید کوونکي په یوه محکمه کې پر ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد وچول او ۱۲ کسان يې ووژل.

افغان چارواکو تر اوسه پوري د پاکستان پوځ د دغي ادعا په اړه غبرگون ښوولی نه دی.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو په وارو وار يو پر بل باندي ياغيانو ته د ځای ورکولو تورونه لگولي دي، خو دواړو اړخونو بيا يو د بل تورونه بيرته رد کړي دي.

نور مطالب