1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان پوځ پر افغانستان توغندي توغوي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د دیورند له بلې غاړې څخه پاکستاني پوځ پر افغانستان توغندي توغوي. دا لومړی ځل دﺉ چې افغان لوړپوړي چارواکي د پاکستان پر پوځ پر افغانستان د توغندیو د توغول تورونه لګوي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15hEK
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د وسلوال ځواک ستر درستیز او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر، د سې شنبې په ورځ (د جولايي د میاشتې ۳۱مه نیټه) د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوي ول چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان باندې د توغندیو د بریدونو او په هیواد کې د وروستیو ناامنیو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

د افغانستان د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز شیر محمد کریمي، سناتورانو ته وویل اوس په بشپړه توګه روښانه شوې ده چې د پاکستان پوځ پر افغان خاوره توغندي توغوي.

د ښاغلي کریمي په وینا دوی دغه موضوع له خپلو نړېوالو متحدینو سره هم شریکه کړې ده خو نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا پر افغان خاوره د پاکستان پر راکټي برېدونو سترګې پټې کرې دي:

«امریکا نه غواړي له پاکستان سره په مستقیمه توګه خپل ځان مواجه کړي. ځکه دوی نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي. دلیل ئې ښايي د پاکستان له هستوي وسلو څخه ویره وي.»

کریمي وویل چې پاکستان غواړي د دغو برېدونو په واسطه افغانان دې ته اړ کړي چې د دیورند کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توگه په رسمیت وپیژني.

دې غونډې ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، هم رابلل شوی وو. هغه هم د توغندیو بریدونه د پاکستان د پوځ کار وباله او ویویل چې افغان وسلوال ځواکونه د دغه هیواد هر راز تیري ته د ځواب ویلو جوګه دي.

خو له بل لوري د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، پر امنیتي چارواکو نیوکه وکړه چې په دې برخه کې یوازې ویناوې کوي:

«موږ هم د راکټي بریدونو په اړه وینا کوو او وسلوال ځواکونه هم وینا کوي. بالاخره افغان ولس چاته تمه وکړي. تاسو د ولسمشر سره کښینئ چې هغه د وسلوالو قواوو اعلی سر قوماندان دئ او یوه پریکړه وکړئ.»

د مشرانو جرګې په دې غونډه کې یو شمېر سناتورانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د پوځي اډو د ویجاړولو له کبله هم خپله اندیښنه څرگنده کړه.

په وروستیو وختونو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ناټو غواړي له افغانستان څخه تر وتلو وروسته خپلې ټولې پوځې اډې له منځه یوسي. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، سناتورانو ته وویل چې له ناټو سره هوکړې ته رسیدلي دي چې په افغانستان کې خپلې ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته وسپاري. ښاغلي محمدي زیاته کړه چې ناټو یوازې په لیرې پرتو سیمو کې خپلې یو شمیر اډې له منځه وړي چې د هغه په خبره افغان امنیتي ځواکونه ورته اړتیا نه لري.

محمد اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش