1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخواني ختیځ آلمان د استخباراتي دوسیو ارشیف باندې له سره غور

کاوفمان دېرک / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۱۵, یکشنبه

د آلمان له یووالي څخه وروسته په برلین کې د پخواني دیموکراتیک آلمان د استخباراتي دوسیو او اسنادو جوړشوی آرشیف په خپل ډول کي بې ساری دی چې د نوموړي رژیم د دیکتاتورۍ اسناد په کې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CWdD
انځور: picture-alliance/ZB

د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دریمه د کلیسیا د پخواني کشش او د آلمان اوسني ولسمشر، یوآخیم گاوک د آلمان د فدرالي حکومت له خوا د پخواني دیموکراتیک آلمان د استخباراتي ادارې، شتازي پر دوسیو باندې د مسوولیت اخیستلو سره یو تند بحث راوپاریده. ډیری خلک د دې مخالف ول چي دغه استخباراتي دوسیې دي بربنډې کړای شي. حتی ځینو کسانو د وژلو او قتل گواښونه وکړل چې که چیري دا بربنډ شي چي چا د پخواني دیموکراتیک آلمان یا DDR د رژیم تر واکمنۍ لاندې څه کار کاوه. په دغې ادارې باندي د اوسني ولسمشر مشرکورنی نوم «گاوک» کیښودل شوو.

د کلونو له تیریدو، سره د «گاوک د ادارې» کار نه یواځي د آلمانانو چي غوښتل یې په DDR کې د خپلې سابقې په هکله پوه شي، بلکه په بهر کی هم د ځینې خلکو د ستاینې وړ وگرځید، ځکه هغوی چي ډیرو یې د دیکتاتوري رژیمونو لاندي شپې او ورځې سبا کړې وې، غوښتل پوه شي چی څرنگه له داسي یو کرکجن میراث سره سړی چلند وکړي.

د نوموړې ادارې د کمیسیون لپاره د فدرالي حکومت له خوا گمارل شوي رئیس، ریچارد شورویدر په نظر پر پخوانۍ زمانې باندي د غور لپاره دغه ارشیف هیڅ بدیل نه لري: «سړی ویلای شي چي د DDR تاریخ په هکله څیړنه په حقیقت کي د آلمان د تاریخ د یوې برخې تر ټولو ښه څیړنه دغو دوسیوو ته لاس رسی دی.»

د پخواني ختیځ آلمان استخباراتي دوسیې چیرته وساتلې شي؟

خو د پخواني دیموکراتیک آلمان له دیکتاتورۍ څخه ۲۵ کاله وروسته اوس د آلمان ځیني وگړي د «گاوک د ادارې» په هکله پوښتنه کوي چې ایا لازمه ده چې دغه اداره وروسته له دې هم په همدې ډول پاتې شي. په برلین کې د شتازي د موزيم مدیر، یورگ دریسلمن د خپل ځان له خوا دغې پوښتنې ته ځواب ورکړی: «زه فکر کوم چي مونږ نور دغې ادارې ته اړتیا نه لرو.» او حتی د نوموړې ادارې د کمیسیون رئیس، ریچارد شرویدر لازم نه گڼي چی دغه اداره دې وساتله شي.

خو هغه فکر نه کوي چي د دغی ادارې له منحلولو سره دې د پيسو سپما وشي، ځکه د هغه په نظر کار پای ته نه رسیږي. ځکه دغه استخباراتي دوسیې چیرته خوندي وساتلي شي. هغه وړاندیز کوي دغه دوسیې دي د آلمان نورو مؤسسو ته وسپارل شي : « د سیاسي ښوونې د فدرال مرکزي اداره، د پخواني پیښو د څیړنو بنسټ او یا د موزیمونو تأسیسات لکه هغه ودانۍ چې د پخواني ختیځ آلمان د استخباراتي ادارې زندان ؤ. نوموړی زیاتوي: « کیدای شي دغه دوسېې او اسناد د المان په فدرالي ارشیف کي هم وساتلې شي.»

يوآخيم ګاوک
يوآخيم ګاوکانځور: picture-alliance/dpa

پنځه کال نور وخت هم شته

دا چی د شتازي د اسنادو لپاره د فدرالي آلمان د گمارل شوې ادارې کار پای ته نه دی رسیدلی کابو ټول موافق دي. د هغي ادارې اوسنی مسوول، رولاند یان په دې هکله دلایل وړاندي کوي: «دغه کار ډیر مهم دی، ځکه لا تراوسه ځیني خلک شته چې د دیکتاتورۍ نظام څخه تجربې او خاطرې لري. مهمه دا ده چي روښانه کړای شي چی دیکتاتوري نظام څه ډول کار کوي او راتلونکی نسل هم غواړي چي په دې هکله پوه شي.»

هغه چا چي دغو دوسیو ته یو ځلې نظر اچولی دی او یا اوس نظر اچوي اوغواړي چي د دیکتاتورۍ د نظام د فعالینو په هکله څیړنه وکړي، هغوی باید د وخت تر فشارلاندي را نه شي. که څه هم د آلمان فدرالي شورا یا بوندستاگ د کارپوهانو یو کمیسیون ټاکلی تر څو د شتازي د دوسیوو د ادارې د راتلونکې په هکله وړاندیزونه وکړي چي څرنگه او څه وخت د دغي ادارې دروازه وتړله شي خو تر ۲۰۱۹ کال پورې د دغې ادارې دروازه د مینه والو، کار پوهانو او څیړندویانو پر مخ پرانیستې پاتې ده.