1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پراګ غونډي يوه سمبوليکه بڼه درلوده

۱۳۸۸ فروردین ۱۷, دوشنبه

ولسمشر بارک اوباما اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کي په لندن کي د جي شل په غونډه کي د ګډون څخه ورسته د ناټو د جوړيدو د 60 کالیزي په مراسمو کي تر ګډون وروسته د يکشنبې په ورځ په پراګ کي د اروپايي ټولني د مشرانو سره کتلي دې.

https://p.dw.com/p/HR2O
بارک اوباما او د هغه مېرمن ميشل اوباما د چيک جمهورريت په پلازمېنه پراګ کي
بارک اوباما او د هغه مېرمن ميشل اوباما د چيک جمهورريت په پلازمېنه پراګ کيانځور: AP

په دغه درې واړو غونډو کي بارک اوباما مهم او د مطبوعاتو او خبري رسنيو دپام وړ مېلمه بلل کيدی. داچي د پراګ په غونډه کي څه خبري شوي دي، زموږ خبریاله سوزاني هين رپوټ راکوي:

په پراګ کي د اروپايي ټولني دمشرانو سره ولسمشر بارک اوباما يوازي دوه ګړی خبري کړي او زياتره دددو ی دغه کتنه یو سمبولیک بڼه درلوده. داچي ددغي لنډي کتني په ترڅ کي پر څه موضعګانو باندي خبري شوي په اړه يې د اروپايي ټولني مشر، دچک لمړي وزير Mirk Topolanek وايي:

«زه فکر کوم چي د پراګ دستري غونډي نتيجه به داوي چي د اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو له خوا په ګډه سره د شمالي کوريا ديوه توغندی د آزمویني په اړه یوه اعلامیه خپره شي.»

داچي پرون شمالي کوریا خپل یو توغندی آزمويلی د اروپایانو او امریکا دمتحده ایالاتو دپاره يو ښه امکان و چي دوی په ګډه سره ددغه عمل پر ضد دريځ غوره کړي او د امریکاولسمشر بارک اوباما خپل دا نظر وړاندي کړي چي کيدای شي په نړۍ کي ټولي اټومي سلاوي له منځه یو ړل شي.

داچي په لندن کي د20 هيوادونو دډلي دمشرانو په غونډه کي په نړۍ کي د روان مالي او اقتصادي بحرانه سره د مبارزې دپاره پریکړي سوي، د پراګ په غونډه کي يو ځل بيا د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشرانو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر سره په ګډه داخبره جوته کړې چي دوی به د لندن د پريکړو د عملي کولو دپاره ګډ کار کوي.

دنړۍ داقلیمي وضع په اړه اوروپایانو له دې امله خپله خوشالي ښودلې چي بارک اوباما، خپلو هغه خبرو ته چي دخپلو انتخاباتي مبازو په وخت کي د چاپیر يال دسوتره ساتني او په فضا کي دمضره ګازونو دکمولو په برخه کي کړي وې،غواړي

عملي بڼه ورکړي. په دې اړه اوباما وايي:

«دې ته اړه شته چي موږ د اقليمي وضع په هکله سره وږغيږو او لازمو توافقاتو ته سره ورسيږو. په دې هم بايد وپوهیږو چي اوروپایان او د امریکا متحده ایالاتونه د انرژۍ بيلا بيلې منابع پخپل اختیار کي لري. د مثال په توګه د انرژۍ نوي منابع چي کيدای شي د تيلو ځای ونيسي.»

خو د بارک اوباما کومه خبره چي د پراګ په غونډه کي په تيره بیا د آلمانانو او د فرانسویانو نه ده خوښه شوې هغه په اوروپايي ټولنه کي د ترکي دغړیتوب غوښتنه وه. په دې اړه د آلمان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل وايي:

«داچي دغه موخه ځنګه تر سره کیدای شي، آیا دا چي ترکيې ته ديوه خاص ملګری په توګه په اوروپايي ټولنه کي چانس ورکړل شي یا داچي ترکيه د اوروپايي ټولني پوره غړیتوب تر لاسه کړي په دې اړه به موږ خبري کو. د امریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اوروپا ته د خپل سر په پای کي ترکيې ته تللی او بيا به بيرته واشنګتن ته ځي.

Henn / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل