1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پرتګال مايوسي د اتريش بريا وه

۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

د پرتګال ستوري، کريستيانو رونالدو، له خپل فرصته کار وانخيست. اتريش بيا د پرتګال د يرغلګرو لوبغاړو او دروازه ساتونکي له کمزوريو څخه ګټه پورته کړه.

https://p.dw.com/p/1J9SF
Frankreich Fußball-EM Portugal vs Österreich in Paris
انځور: Reuters/D. Staples

برلاسي بې فايدې وي کله چې ګولونه ونه شي. پرتګال د «اف» ګروپ د ابتدايي پړاو په لوبه کې ټول کنترول په لاس کې درلود، خو له فرصتونو څخه يې کار وانه خيست.

وتلي ستوري رونالدو ونه شو کولای چې د اتريش ګول/دروازه ساتونکی، روبرت المر، مات کړي او حتی يو پېنلټي کيک يې په ګول بدل نه کړ. په پايله کې دغه مسابقه ۰:۰ پای ته ورسېده.ناني د ګول له پايې سره توپ برابر کړ

د ۴۰ زرو نندارچيانو په مخکې لومړی چانس د اتريش وو. خو د ګول کولو اصلي چانس د پرتګال له ناني سره بيا وروسته وو چې توپ يې په سر وواهه او د کيڼ لوري له پايې سره يې ونښلاوه. د جواو موتينيو له خوا ورپسې د ګول يوه بله هڅه هم ناکامه شوه.

د رونالدو له پاره لوبې يوازې په دې ځانګړی ارزښت درلود چې د وتلي ستوري، لويس فيګو، رکارډ يې مات کړ. رونالدو اوس د هېوادونو په کچه ۱۲۸ ځله لوبېدلی دی. سربېره پر دې دا د رونالدو ۱۶مه د اروپايي جام لوبه وه، چې له هالنډي، ادوين فن دېر زار، او له فرانسوي، ليليان تورام، سره يو ځای اوس دی د دغه رکارډ لرونکی هم ګرځېدلی دی.

د رونالدو او المر تر منځ شخصي سيالي

له نيمايي وخت وروسته هم اتريش بيا لومړۍ هڅه وکړه. شتېفان ايلزانکر له شلو مترو يو ټيټ شوټ وواهه چې د پرتګال ګول ساتونکي، روي پاتريسيو، بايد ځان او خپل لاسونه غځولي وای، څو د ګول مخه ونيسي. په ۷۹ مه دقيقه کې د المر او رونالدو تر منځ سيالي خپل اوج ته ورسېدله.رونالدو د مارتين هينترايګر له خوا تر ټيله کېدلو وروسته سپوټ کيک عملي کړ، المر کونج ته په ځغاسته وو چې رونالدو توپ پر پايې برابر کړ. لوبه تر اوسه لا مساوي پاته وه. لږه موده وروسته رونالدو له يو تر سره شوي فري کيک سره سم د سر په واسطه ګول وکړ. خو د رېفري يا لوبڅار مرستيال په حق سره د اُف سايډ پرېکړه وکړه. له دې کبله دغه ګول په رسميت ونه پېژندل شو. د پرتګال له پاره لوبه په مايوسۍ تمامه شوه، خو د اتريش له پاره داسې مساوي لوبه يوه کوچنۍ بريا ده.

د پرتګال مايوسي د اتريش له پاره کوچنۍ بريا وه
د پرتګال مايوسي د اتريش له پاره کوچنۍ بريا وهانځور: Reuters/C. Platiau
پرتګالي لوبغاړو فرصتونه په ګول نه کړل بدل
پرتګالي لوبغاړو فرصتونه په ګول نه کړل بدلانځور: Reuters/C. Hartmann