1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پروان د والي پر دفتر وسله وال بريد روان دی

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

د پروان والي عبدالبصير سالنگي په ولايتي دفتر کي دننه ؤ کله چي د يکشنبې په ورځ پر دغه دفتر وسله وال بريد پېل سو. سالنگي د دفتر څخه دننه و يوه تلويزيون ته ويلي چي دی ژوندی دی او د وسله والو سره لا جگړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/12GGB

د پروان د يوه روغتون ډاکټر ويلي دي چي دوی ته تر اوسه د 16 کسانو د مړو تر څنگ 29 ژوبل سوي کسان هم رسېدلي دي. ويل سوي چي د مرگ ژوبلي زياتره قربانيان حکومتي کارکوؤنکي دي.

د رايټرز خبري آژانس د يوه خبر له مخي د يکشبې په سهار د وسله والو يوه ډله چي بارودي قمربندونه يې پر ځان تړلي ول د پروان و ولايتي دفتر ته د ننوتلو هڅه يې وکړه.

د عيني شاهدانو له وينا ويل سوي دي چي په لومړي سر کي د دفتر دباندي ډزي واورېدل سوې او هغه وروسته دوې لوی چاودنې وسوې.

د وسله وال بريد پر وخت د نوموړي ولايټ والي عبدالبصير سالنگي هم د دفتر په ودانۍ کي دننه ؤ. نوموړي د بريد وروسته د طلوع نومي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي دی په دفتر کي دننه دی. سالنگي زياته کړې چي دی روغ رمټ دی او د وسله والو په وړاندي جگړه لا روانه ده. د پروان والي په خپلو خبرو کي ویلي ‌دي چي د پنځو لويو چاودونو ږغونه يې اورېدلي دي.

پروان د افغانستان په لوېديځ کي پروت ولايت دی چي د کابل څخه د 30 کلومتره واټن لري.

په عيني حال کي د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي هم د دغه بريد پخلی کړی دی. نوموړي ويلي دي چي د پروان د والي و دفتر ته 6 ځانمرگي بريد کوؤنکي ورننوتلي دي.

په افغانستان کي د وسله والو مخاليفينو ویاند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد پړه د خپلې ډلې په استازيتوب په غاړه اخيستې ده. نوموړي هم ويلي دي چي جگړه لا روانه ده خو نور جزيات يې ندي په گوته کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل