1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پغمان د پيښي پنځه تنه عاملان اعدام سول

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

پر څلور ښځو باندي د ډله ييز جنسي تيري پنځه تنه عاملان او يو جنايتکار په پلچرخي زندان کي په دار ځړول سوي دي. ملگرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو له اشرف غني څخه د دغو کسانو د اعدام د ځنډېدو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1DS3j
انځور: picture-alliance/dpa

د لوی څارنوال مرستيال رحمت الله نظري د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۸مه) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د پغمان د پيښي پنځه تن عاملان او يو بل لوی جنايتکار نن ماسپښين وځړول سول.»

د ولسمشر اشرف غني احمدزي له دفتره تر اوسه پوري په دې اړه کوم غبرگون ښوول سوی نه دی. پر غني باندي عامه فشار ډير وو چي د دغه اعدام مخه ونه نيسي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ ويلي دي: «د محکمې هغه حکم چي د پغمان د پيښي پنځه تنه عاملان او يو جنايتکار چي د يوې تښتونکي ډلي مشر وو اعدام سي، پرځای سوو.» د تښتونکي ډلي د مشر نو حبيب استاليفي ښوول سوی دئ.

د پغمان پيښي د عاملانو د اعدام د قضيې په اړه بېلابېل غبرگونونه ښوول سوي دي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه اقدام ملاتړ کړی دی. دغه وزارت له عدلي او قضايي نهادونو څخه غوښتي دي چي له ښځو سره د تاوتريخوالي ټول عاملان دي مجازات کړي.

د بشري حقونو ټولنو مخالفت

له ژنيو څخه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنري، له ولسمشر غني څخه غوښتي ول چي دغه قضيه بیرته محکمې ته واستوي.

له بلي خوا د بخښني نړیوال سازمان ویلي ول چي هغو څارنوالانو چي د تورنو کسانو قضیه یې وړاندي کوله د خپلي دفاعیې تیارلولو له پاره ډیر کم وخت لاره. د دغو کسانو د نیولو او په اعدام محکومولو پوري وخت یوازي نهه ورځي وو.

دې سازمان ویلي دي چي په دغو پیښو کي د ربړوني تورونه لگول سوي دي او دا چي قضیې یو سیاسي رنگ غوره کړی وو. پر دې سربیره ولسمشر کرزي پخپله هم له ستري محکمې څخه غوښتي ول چي تورنو کسانو ته د اعدام سزا ورکړي.

د بخښني نړیوال سازمان د افغانستان پر نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، باندي غږ کړی وو چي په دې پېښه کې د تورنو کسانو د ربړوني تورونه وڅېړي.