1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پغمان پيښي عاملانو د اعدام سزا د ځڼدولو غوښتنه

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

یوازي څو ساعته مخکي له هغې چې د پغمان د پیښې پنځه تنه عاملین اعدام شي د بشري حقونو فعالانو د دغو کسانو پر محکمې باندي نیوکه کړې ده او د هغوی د اعدام د ځنډیدو غوښتنه یې کړې.

https://p.dw.com/p/1DRwf
انځور: REUTERS/M. Ismail

دا قضیه د افغانستان د نوي ولسمشر له پاره یوه مهمه ازموینه ده. د هغه حکومت د پراخو اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده. پر ولسمشر اشرف غني احمدزي باندې په هیواد کې دننه ډیر فشار دی چې دغه کسان اعدام کړي خو په عین حال کې د دغو کسان اعدام د هغه نړیوال اعتبار ته زیان رسولای شي.

د کابل په پغمان سیمه کې په اگست میاشت کې ترسره شوي جنسي تيري د افغانانو غوسه راوپاروله. په دغه پيښه کې یو شمیر غلو د یوې کورنۍ پیسې غلا او د هغوی پر ښځو باندې یې جنسي تیری وکړ. تر دې پیښې وروسته افغانانو د هغوی د اعدام غوښتنه وکړه چې ولسمشر کرزي هم د محکمې تر حکم وروسته د اعدام حکم لاسليک کړ.

دغو کسانو د غلا او جنسي تيري پر مهال د پولیسو یونیفورم اغوستي وو. دوی څو موټره چې له یوه واده راستنیدل ودرول، پکښې سپاره نارینه یې وتړول او پر څلورو تنو ښځو یې جنسي تیری وکړ.

خو د دغو کسانو د محکمې جریان د ځینو کسانو په منځ کې اندیښنې راوپارولې ځکه محاکمه یوازي څو ساعته اوږده وه. په عین حال کې تورنو کسانو وویل چې هغوی د ربړوني په پایله کې پر جرم اقرار کړی دی.

په عین حال کې له ژنيو څخه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنري، له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې دغه قضيه بیرته محکمې ته واستوي.

له بلي خوا د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې هغو څارنوالانو چي د تورنو کسانو قضیه یې وړاندي کوله د خپلي دفاعیې تیارلولو له پاره یې ډیر کم وخت لاره. د دغو کسانو د نیولو او په اعدام محکومولو پوري وخت یوازي نهه ورځي وو.

دې سازمان ویلي دي چې په دغو پیښو کې د ربړوني تورونه لگول شوي دي او دا چې قضیې یو سیاسي رنگ غوره کړی وو. پر دې سربیره ولسمشر کرزي پخپله هم له ستري محکمې څخه وغوښتل چې تورنو کسانو ته د اعدام سزا ورکړي.

د بخښني نړیوال سازمان د افغانستان پر نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي، باندي غږ کړی دی چې په دې پېښه کې د تورنو کسانو د ربړوني تورونه وڅېړي.