1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پلالي يا سواره کارۍ انځورګري څه ته وايي

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

څه موده وړاندي د عبدالرحمان ومان نيازي د «سواره-کارۍ» نقاشۍ ،۶۱ آثار د کابل په ملي ګالرۍ کي نندارې ته وړاندي سوي ول.

https://p.dw.com/p/QX0a

درنو دوستانو ددې اونۍ د خيال د جونګړي په ادبي خپرونه کي مو انځورګر عبدالرحمان ومان نيازی مېلمه و چي د پلالي يا سواره کارۍ انځور ګري په اړه يې معلومات وړاندي کړل.

ومان نيازی د «پلالي» يا «سواره­کارۍ» د انځورګريو په اړه وايي: دا هنر چينايي مخينه لري او د هغه هيواد د «اکسين» اوسيدونکي يې «بزګري هنر» ګڼي.

عجيبه داده چي دا انځورونه نه په قلم، نه په رنګ او نه پر کاغذ جوړيږي؛ بلکه د غنمو د طلايي ډنډي او تور اوچکان پر متن څيره مومي.

د پلالي انځورګري افغان هنروال «عزيزالله ګندمي» شپيته کاله دمخه افغانستان ته راوړه.

ياد هنروال او زوي يي ډيري د وتلو هنري-تاريخي څيرو د کاپۍ له مخي دغه هنر د غنمو د طلايي ډنډي په مرسته په خپلو تابلوګانو کي ځلولی؛ خو ومان نيازي خپل نازک خيال باندي په تکيي سره غواړي، د پلالي (سواري) په مرسته واقعيتونه هغسي را بربنډ کړي، چي دی يې ويني.

ومان نيازي، هغه هنروال دی، چي د ږغ او رڼا په ورشوګانو ګرځي راګرځي، کله په شعر کي ځان را ونغاړي او مخه ته را څرګند شي او کله بيا د ژړوغنمو په ډنډرو ننوزي، هلته خپل زړه خالي کړي او په دغه ځانګړې چينايي انځورګرۍ کي نندارې ته را ووزي.

د هغه په خبره، موږ د انځورګرۍ په ډګر کي څو استاذان لرو، خو په تاسف سره چي ډيری کار يې د کاپي په ډول دی. خو زه لومړی خپله نړۍ ګورم، واقعيتونه را اخلم او بيا که شعر وي او که دا د پلالي انځورګري، زه نوی تصوير ورباندي دباندي راباسم.

ومان نيازي ددې پوښتني په ځواب کي چي ستاسو د پلالي له انځورګريو داسي ښکاري، چي يو ځل مو واقعيتونه بربنډ کړی، بيا مو هغه په يوه نوي نقاب کي د سوارو په رنګ کي ننداري ته وړاندي کړي؛ وايي:

« دلته ټولنيزو محدوديونو زموږ شاعري او انځورګري سخته اغېزمنه کړې. او دا د غنمو رنګ ما ډير اغيزمنوي. تاسو ګورﺉ، دلته په دې انځورګريو کي د سيورو شتون ډير جوت دی. دا سيوري ما په قصدي توګه راوړي. د انځورګريو زمينه هم توره ده. زه غواړم ددغه کار له لاري وښيم چي بل ډول هم کيدلای سي دنيا ته وګورو!

ومان نيازی له ځوانانو څخه غواړي چي قراردادي فکرونه پريږدي. خپل ځانته راشي. خپلي دنيا ته مراجعه وکړي؛ بيا د هنر په هره برخه کي چي څه وپنځوي، هغه به نوي او تازه وي.

د ومان په خبره د پلالي انځورګري سخت کار دي:

«ما کولای سوای د پنسلي، روغني او اوبلن رنګ په مرسته په لنډ وخت کي انځورګري وکړم. خو دلته د پلالي په انځورګرۍ کي زه کله نا کله په يوه تابلو پوره ورځ تيروم، خوراک او څښاک مي هير وي، څو خپل کار بشپړ کړم.

هوسۍ وفا/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل