1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پلچرخي زندان څخه تر ۱۰۰ ډېر زندانیان آزاد شول

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

د زندانانو او توقیف خونو عمومي ریاست وایې، چې د پلچرخي زندان څخه تر ۱۰۰ ډېر زندانیان آزاد شوي دي. خو د سړي تښتونې، وژنې، ځانمرګو، کورني او بهرني امنیت پر ضد تورن کسان د عفوې په دغو فرمانونو کې نه شاملیږي.

https://p.dw.com/p/2fyy7
Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

د زندانانو او توقیف خونو عمومي ریاست د چارواکو په وینا زندانیان د ولسمشر د فرمانونو پر بنسټ خوشې شوي او دا لړۍ دوام لري.

د زندانانو او توقیف خونو عمومي ریاست د مطبوعاتي دفتر آمر سمونوال صالح محمد دوچه ویله ته وویل: «نن د پلچرخي زندان څخه ۱۱۲ زندانیان خوشې شول او ۴۱۵ کسانو د بند په موده کې تخفیف راغی، تر ۲۰ ډېر کسان پرون خوشي وو او دا پروسه دوام لري.»

ښاغلي صالح په ډاګه نه کړه چې خوشي شوي زندانیان پر کوم ډول جرمونو تورن وو، خو دومره یې وویل چې په آزادو شویو کې ټول هغه کسان شاملیږي چې د ولسمشر د بخښنې فرمان له روحیې سره برابر او یا یې هم د بند موده پوره شوې وي. ویل شوي دي چې په آزادو شوو بندیانو کې په سیاسي، جنایي او اخلاقي جرمونو محکوم زندانیان شامل دي.

سمونوال صالح محمد وویل، چې ولسمشر د بخښنې فرمانونه د غوايي اتمې یا د مجاهدینو د بریا ورځې، د ښځو نړېوالې ورځې او د کوچني اختر په مناسبت صادر شوي، چې د تطبیق پروسه یې پيل شوې ده.

خو د سړي تښتونې، وژنې، ځانمرګو، کورني او بهرني امنیت پر ضد تورن کسان د عفوې په دغو فرمانونو کې نه شاملیږي.

د پلچرخي زندان څخه د لسگونو زندانیانو د آزادیدو خبر وروسته له هغې ورکول کیږي، چې د ولسمشر د بخښنې په فرمانونو کې هم د واسطې تورنه لگول کیږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي په دې اړه دوچه ویله ته وویل:

«د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه چې د ولسمشر کوم فرمان صادریږي په هغو کې هیڅ ډول شفافیت نشته، ځکه څوک چې قاضیانو ته واسطې او پیسې برابرې کړي په لیست کې شاملیږي او نور چې واسطه او پیسې نه لري له لیستونو بهر پاتې کیږي.»

د کابل ښار دغه اوسیدونکی زیاتوي چې همدا اوس ډیری داسې زندانیان هم شته چې د بند قانوني موده یې پوره کړې خو بیا هم نه خوشې کیږي.

خو چارواکي وایې، د زندانیانو د آزادیدو په لړۍ کې بشپړ شفافیت شته او د ولسمشر د بخښنې فرمانونو پر بنسټ د زندانیانو خوشې کېدو بهیر به ولایتونو ته هم وغځول شي.

اوسمهال د پلچرخي زندان کې ۹ زره زندانیان ساتل کیږي، خو ویل شوي چې دا زندان یواځې د ۶ زره زندانیانو د ساتنې ځای لري.

 اسماعیل شاکر، کابل