1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان، ایتالیا او کروشیا ته رسمي خبرداری

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

اروپایي اتحادیې د مهاجرو د پناه غوښتنلیک په بهیر کې د غفلت له کبله ایتالیا، یونان او کروشیا ته رسمي خبرداری ورکړی دی. یورستات وايي چې د ۲۰۱۵م کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر۸۰۰ زرو ډیرو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HLfo
Griechenland Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

اروپایي کمېسيون د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دې کمېسيون ایتالیا، کروشیا او یونان ته له دې کبله رسمي خبرداری ورکړی دی چې هغوی دې هیوادونو ته د مهاجرو تر رسیدو وروسته د هغوی په ثبتولو کې پاته راغلي دي.

د دې ادارې یوه رسمي اعلامیې کې راغلي: «اروپايي کمېسيون په اکتوبر میاشت کې هم ایتالیا، یونان او کروشیا ته اداري لیکونه استولي وه. خو، دوې میاشتې وروسته لا هم ستونزي شته نو ځکه اروپایي کمېسيون نن دا پریکړه وکړه چې هغوی ته رسمي خبرداری ورکړي.»

د اروپايي کمېسيون له خوا د دې رسمي خبرداریو ورکول د مهاجرو د پناه غوښتنلیک په پروسه کې د غفلت پر وړاندي لومړی رسمي ګام شمیرل کیږي.

دا کمېسيون وايي چې یونان ته د لسونو زرو رسیدلیو مهاجرو څخه د ۵۰ سلنو یې هم د گوتو نښان نه دی ثبت شوی.

د اروپایي اتحاديې د قوانینو له مخې هغه کسان چې غواړي په اروپا کې د پناه غوښتنه وکړي باید په هغه هیواد کې ثبت شي چې لومړی ورته راغلي وي.

خو اروپا ته د اسیا، افریقا او منځني ختیځ د جګړه ځپلو هیوادونو څخه د سلونه زرو مهاجرو رسیدل پر هغو هیوادونو فشار زیات کړ چې د اروپایي اتحايي په پولو کې پراته دي.

د مهاجرت څپې

یوروستات یا د اروپايي اتحاديې د احصایې رسمي مرکز د پنجشنبې په ورځ د یو رپوټ په ترڅ کې وویل چې د اروپايي ټولني په ۲۸ غړیو هیوادونو کې د ۲۰۱۵م کال په لومړنیو نهو میاشتو کې ۸۰۰ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د یورستات په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د ۲۰۱۵م کال په دریمه ربعه کې (د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې) ۴۱۳ زره پناه غوښتونکو د اروپایي اتحاديې په غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده چې دا شمیر د ۲۰۱۵م کال د دویمې ربعې په پرتله دو برابره لوړ دی.»

سوریایي مهاجر د دریمې ربعې د مهاجرو تر ټولو ډیر شمیر جوړوي. له سوریې څخه ۱۳۵ زره کسان، همدا راز له افغانستان څخه ۵۶۵۰۰ کسانو او له عراق څخه ۴۴۵۰۰ کسانو په اروپایې اتحادیې کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب