1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتني پر دوسيو کار ولي نه گړندۍ کيږي؟

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

پر ټولو هڅو سربیره هم په آلمان کې د پناه غوښتني پر دوسیو باندي د غور کولو په وخت کې کمښت نه دی راغلی. برعکس د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د دغې پروسې وخت لا پسې اوږد شوی دی. رسمي احصایې ځیني حیرانونکي معلومات ښيي.

https://p.dw.com/p/1Icb0
د کډوالو او مهاجرو له پاره د جرمني اداره
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د مهاجرو کړکېچ په پام کې نیولو سره د کډوالو او مهاجرت چارو له پاره د آلمان فدرالي اداره د پناه غوښتنې پر دوسیو باندي د غور کولو بهیر گړندی کړي. زیاتره وخت دغه بهیر زیات وخت نیسي. خو د «نیورنبېرگر ناخریشتن» ورځپاڼي د رپوټ له مخې په ظاهري ډول قضیه د دې برعکس بریښي. نوموړې ورځپاڼې په پارلمان کې د زرغون گوند فراکسیون یوې پوښتنې ته د حکومت ځواب ته اشاره کوي.

د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۵م کال د اگست میاشتې د احصایې له مخې د پناه غوښتنې او پر هغې د فیصلې کولو له پاره وخت ۴،۹ میاشتې وو. دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په فبروري میاشتې کې په اوسط ډول د پناه غوښتنې پر دوسیې باندي د غور کولو وخت ۵،۸ میاشتو ته لوړ شوی دی.

د نوموړي ورځپاڼې رپوټ زیاتوي چې په نوو ارقامو کې د سوریايي کډوالو د پناه غوښتنلیکونه شامل دي چې په پرتله ایزه توگه پرې گړندی کار کیږي.

ورځپاڼي په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په اصطلاح د «امن هیوادونو» وگړو د پناه غوښتني پر دوسیې باندي غور کول په اصل کې باید ۴۸ ساعته وخت ونیسي. خو احصایې ښيي چې د البانيايانو د پناه غوښتنې پر دوسیې باندي غور کول په اوسط ډول ۶،۸ میاشتې وخت نیولی او له کوسوو وگړو د پناه پر دوسیې باند بيا د غور کولو وخت آن ۹،۲ میاشتو ته رسیږي.

د الجزایري وگړو پر دوسيو باندي چې په پام کې دی د امن هیوادونو په درجه بندۍ کې راشي، د غور کولو وخت په فبروري کې ۱۵،۴ میاشتي وو. په رپوټ کې راغلي دي چې د ایتوپیايانو د پناه غوښتوني پر دوسیې غور کول ۱۹،۶ میاشتي وخت نیولی او د پاکستانيانو د پناه غوښتني پر دوسیې د کار کولو موده آن ۲۰،۸ میاشتې ته رسیدلې ده.

لا هم د کار کوونکی کمښت شته

داسې بریښي چې د پناه غوښتني دوسیو د څېړلو له پاره ډېر کارکوونکي نه شته. د «دي وېلت» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د کډوالو او مهاجرت چارو ادارې یوه محرم لیک ته اشاره کړې. په دغه لیک کې راغلي دي چې تر رواني میاشتې پوري د دغې ادارې له خوا په ټولو ایالتونو کې له په پام کې نیول شوو۵۵۰۰ کارکوونکو څخه یې ۳۵۰۰ خپلي دندې اشغال کړي دي.

نوموړي ورځپاڼې د دغې ادارې د چارواکو له قوله ویلي دي چې له پاتي ۲۰۰۰ کارکوونکو څخه یې ۱۲۰۰ تنو یې د ځای پر ځای کیدو ژمنه تر لاسه کړې ده. په پام کې ده چې هغوی به په راتلونکو اوونیو کې خپلې دندي اشغال کړي.