1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو د ګرځنده تلیفون پر ارزونې ټینګار

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د مهاجرینو د مبایلونو د پلټنې او د ژبې د پرمختللو کمپیوټري پروګرامو په کارونې ټینګار کړی چې د یوه پناه غوښتونکي د راتګ لار او هویت په ښه توګه مشخص شي.

https://p.dw.com/p/2cBWi
Thüringen Flüchtlingsunterkunft Flüchtlinge Smartphones
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د شنبې په ورځ په برلین کې د خبرو پر مهال د آلمان د پوځ د یوه سرتیري هغه پیښې ته په اشاره چې ځان یې د سوریې د مهاجر په توګه په آلمان کې ثبت کړی وو او د برید په پلان لرولو تورن دی، ټینګار وکړ چې د مهاجرینو د راتګ لارې، د هغوی د ټاټوبي، او هویت په هکله دې هغوی د مبایلونه وپلټل شي.

د دې پیښې په تړاو د پنا غوښتنې هغه اساسي معیارونه په پام کې نه وو نیول شوي. له دې معیارونو یو دا هم دی چې دغه کس په عربي ژبه خبرې نه شو کولای.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل چې هغه د دې پیښې د څیړنې له پاره د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې له ادارې څخه یو پلاوی ګمارلی دی چې باید په ډیر لنډ وخت کې د دې پيښې په هکله ټول جزئیات پیدا کړي.

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر له نظره، دغه پیښه همدا راز ښيي چې «دا به سم کار وي چې په دې هکله حقوقي اساسات طرح شي چې د پناه غوښتونکو په هکله د شک، د هغوی د هویت او د راتګ د لارې د معلوماتو په هکله د هغوی له تلیفونو څخه معلومات ترلاسه شي.»

د آلمان سوسیال دموکرات ګوند چې په د دې هیواد په ایتلافي حکومت کې ونډه لري باید دغه حقوقي طرح تایید کړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، همدا راز ټینګار کوي چې د دې ټولو خبرو سربیره هغه لار مو چې غوره کړې باید پرمخ حرکت ورباندې وکړو. دا په دې معنی چې په دې هکله باید له نوې ټکنالوجي څخه په ښه توګه استفاده وکړو.

هغه همدا راز وايي چې په دې پروګرامونو کې د مهاجرینو د ژبو له پاره کمپیوټري پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي چې ورباندې د یوې مودې راهیسې آزموینې کیږي.