1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو پر کمپونو باندي ۷۹۷ جنايي اعمال تر سره سوي

۱۳۹۵ مهر ۲۸, چهارشنبه

د ۲۰۱۶ م کال له پیل څخه په جرمني کي د پناه غوښتونکو پرکمپونو او لیلیو باندي ۷۹۷ جنايی اعمال تر سره سوي دي. هغوی ته اورونه اچول سوي، ډبري او یا چاودیدونکي مواد پر ورغورځول سوي دي.

https://p.dw.com/p/2RPwB
Brand im Flüchtlingsheim Berlin-Buch
انځور: picture-alliance/dpa/J.Carstensen

د «فونکه میډیا گروپ» په نوم رسنیو د جرمني دفدرالي جنايي ادارې په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د پناه غوښتونکواو هغوی پر سرپناوو باندي تشدد په دغه کال کي خپل اوج ته رسیدلی دی. د هغوی لیلیو او کمپونو ته اورونه وراچول سوي، پر دیوالونو باندي یې خارجي ضد شعارونه کښل سوي او هنداري او ښیښې یې ورماتي سوي دي.

که څه هم دغه کال لا پای ته نه دی رسیدلی، خو د مهاجرو پر ضد تشدد خپل اوج ته رسیدلی دی. د تیرو درو کلونو په جریان کي دهغوی پر ضد زورزیاتی ورځ تر بلې ډیر سوی دی. په ۲۰۱۳م کال کي هغه ۶۹ ، په ۲۰۱۴م کال کي ۱۹۹ او ۲۰۱۵م کال کي ۶۳۷ جنايي پيښو ته رسیدلي وې. خو د ۲۰۱۶م کال تر اکتوبر میاشتي پوري دغه شمیر ۷۹۷ پيښو ته لوړ سوی دی.

Asylbewerber Dortmund
انځور: DW/K. Jäger

د فدرالي جنايي ادارې په حواله اکثره دغه جنايي اعمال ښي اړخو افراطیانوتر سره کړي دي. د نوموړې ادارې په خبره د هغوی هدف معلوم دی، یعني دا چي په پناه غوښتونکو کي بیره او ترس رامنځته کړي. همدارانگه پولیسو تراکتوبر میاشت پوري د ټول المان په سطحه د ۱۱ پناه غوښتونکو د وژلو هڅي هم ثبت کړي دي.