1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنجشير امنيتي مسؤليت هم افغانانو ته وسپارل سو

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

د افغانستان په 7 سيمو کي د امنيتي مسؤليت د انتقال د پروسي په لړکي نن (يکشنبه) د پنجنشير وار ؤ. دا د افغانستان تر بلي هري سيمي آرام ولايت بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/122YK
د پنجشير ولايت مقام
د پنجشير ولايت مقامانځور: Pahjwok Afghan News

په پنجشير کي د امنيت د انتقال پروسې په مراسمو کي د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردک وويل:« په پنجنشير کي انتقال تر زياتي کچي سمبوليکه بڼه لري، ځکه په تيرو لسو کلونو کي د پنجشير خپلو اوسيدونکو د خپل ولايت امنيت ساتلی دی.»

وردک زياته کړه چي د افغانستان امن هغه وخت په رښتينه توګه خوندي ساتل کيدای سي، چي خپله خلک د امنيت په ساتلو کي ونډه واخلي. هغه وويل: « له خپلي خاوري دفاع د هر افغان دنده او مسؤليت دی.»

د امنيتي مسؤليت د انتقال پروسې مشر اشرف غني وويل چي په پنجشير کي د امنيتي چارو په سپارلو سره د نوموړي پروسې لومړی پړاو بشپړ سو او په کابل کي به په دې اړه کوم مراسم ونه نيول سي.

ځکه چي د کابل خپله ښار له 2008 کال څخه را په دې خوا د افغان امنيتي ځواکونو له خوا کنتروليږي. اشرف غني چي د بنجنشير په مراسمو کي برخه اخيسته وه وويل: « نن په شپږو سيمو کي د امنيتي مسؤليت انتقال وروستۍ ورځ ده، په دې موده کي ياغيانو ډيري هڅه وکړي چي دا پروسه ګډه وډه کړي. خو نن دا پروسه په برياليتوب سره پای ته ورسيده.»

که څه هم چي په ډيرو سيمو کي چي همدا اوس د نړيوالو ځواکونو څخه افغانانو ته امنيتي مسؤليت سپارل سوي شک کيږي چي افغان ځواکونه دې په يوازي سر سره وساتي. خو د پنجنشير په اړه ويل کيږي چي په دغه ولايت کي په تيرو لسونو کي هم د زور زياتيو او يا ناکراريو داسي کومه نښه نښانه نه ده ليدله سوې، چي د انتقال پروسه دي تر پوښتتني لاندي راسي.

پنجشنير د افغانستان په يوه ښکلې غرنۍ دره کي پروت او د هغه جغرافيايي موقعيت د شوروي ضد مقاومت په دوره او وروسته د طالبانو ضد جګړې په موده کي ور سره مرسته کړې ده او د هغوی له واکمنۍ څخه بچ پاته سوی.

افغان او امريکايي چارواکي هيله من دي، چي د پنجشنير ښکلي طبيعي منظره په راتلونکي کي د سيلانيانو پام ځان ته واړوي او له دي سره د سيمي په اقتصادي ودي کي مرسته وسي.

له پنجنشير څخه مخکي په باميان، لغمان، هرات، لښکرگاه او مزارشريف کي امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د انتقال د پروسي په ترڅ کي له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو لړۍ هم دوام لري. د متحده ايالاتو په شمول ځينو لا مخکي د خپلو سرتيرو يوه برخه وايستله.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل