1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنجشیر والي: موږکان په هر ځای کې شته

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

په پنجشیر ولایت کې د شنبي د ورځې د برید وروسته، د دغه ولایت والي وایې چې ځانمرګي برید کونکي هر ځای ته ځان روسولی شي. هغه زیاتوي چې برید کونکي پر آرمو سیمو حملي کوي ترڅو د خلکو په منځ کې اندیښني رامنځ ته کړي

https://p.dw.com/p/12sVB
کریم وایې برید کوونکي نه د ځان او نه هم د اسلام په فکر کې دي
کریم وایې برید کوونکي نه د ځان او نه هم د اسلام په فکر کې ديانځور: AP

د شنبي په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتې ۱۵» سهار وختي د پنجشیر د بیا رغوني ولایتي دفتر تر برید لاندې ونیول شو. د دغه برید په پایله کې دوه ملکې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. المان غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې د پنجشیر والي، کرام الدین کریم، وایې چې برید د پنځو کسانو لخوا ترسره شوی چې تولو یې انتحاري واسکټونه په غاړه درلودل.

کرام الدین کریم زیاتوي چې دغه برید د سهار د څلورو پجو په شاوخوا کې تر سره شوی. د هغه په خبره په برید کې د شاملو پنځو کسانو له ډلې څخه څلور یې ځانونه چاولي دي. کریم وایې چې برید کونکي د ولایتي بیا رغوني د دفتر ودانۍ ته تر رسیدو مخکې وژل شوي دي.

کریم په پیښې کې د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو او د ولایتي شورا د یوه ساتوونکي د ټپي کیدو خبر ورکړ.

کله چې د ښاغلي کریم څخه وپوښتل شو چې څرنګه طالبان چې د برید پړه یې پر غاړه اخیستې توانیدلي د پنجشیر په ولایت کې دغه برید تر سره کړي، هغه په ځواب کې وویل:

«موږکان په هر ځای کې وي. دوی د موږکانو په سیر حمله کوي او د موږکانو په سیر وژل کیږي. دوی نه خپل هیواد او نه هم اسلام سره علاقه لري.»

د والي په وینا کله چې څوک وغواړي ځان ووژني کولای شي هر چیرې دغه کار تر سره کړي. کریم وایې دغه برید کونکي په آرامو سیمو بریدونه تر سره کوي ترڅو د سیمې د اوسیدونکو په منځ کې اندیښني رامنځ ته کړي.

کریم په خپلو خبر کې اشاره وکړه چې دغه شان برید کوونکي د پاکستان په اشاره فعالیت کوي:

«کله چې انسان خپل ځان وژني هغه کس نور هیڅ څه هم نه غواړي. په دغې مسله کې آرامه او نا آرامه ولایتونه مطرح نه دي. دا د پاکستان تر نظر لاندي یوه خاینه ګروه ده چې پر په ګوته شويو ځایونو بریدونه تر سره کوي.»

د پنجشیر والي وایې چې د افغانستان د ملي امنيت په همکارۍ یې پلتني پیل کړي ترڅو روښانه شي چې برید کونکي څرنګه توانیدلې د پنجشیر ولایت ته ځان ورسوي.

د والي په حواله د برید کوونکو له ډلي څخه د څلورو تنو جسدونه یې د نه پیژندل کیږي ځکه چې دغو کسانو خپل ځانونه چاولي دي. هغه وایې چې یوازې یوه برید کونکي ځان نه دی چاولی چې جسد یې کابل ته د پیژندلوي په موخه استول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې خبري اژانسونو د برید کوونکو شمیره څلور او د ټپیان دوه کسان ښودلي وه.

مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی