1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتين د اوکراين سياست په اړه روسان څه نظر لري؟

عبدالباري حکيم/ لاک شتيفان۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي په اوکراين کي وضعيت وار په وار خرابيږي، په روسيه کي د ولاديمير پوتين د ملاتړ کچه لوړه ده. ډيری روسان پر دولتي رسنيو باندي باور لري او په اوکراين کي د روسيې سياست ستايي.

https://p.dw.com/p/1BuJC
انځور: Reuters/Alexei Nikolskyi/RIA Novosti

د اوکراين په ختيځ کي د حکومتي سرتيرو وروستۍ حملې او د روسي پلوو فعالانو او د کيف حکومت د پلويانو ترمنځ اخ و ډب چي په نتيجه کي يې څه د پاسه ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دا ټول د ډيرو روسانو په نظر پر دي شاهدي ورکوي چي: گواکي په اوکراين کي «فاشيستان» د دغه هيواد د روسي ژبو خلکو پر ضد جگړه کوي. د بېلگي په توگه له مسکو څخه ۵۹ کلنه ناتاشا وايي:

«دا ډيره بده خبره ده! دا يو وحشت دی. دا هيڅ د منلو وړ نه ده چي داسي يو څه دې نن پيښ شي. زه فکر کوم چي د روسيې د سوله ييزو سرتيرو ماموريت يو معقول تصميم دی. سړی بايد غبرگون ښکاره کي او ژر تر ژره. د می مياشتي نهمه نېټه په مخکي لرو. زه انديښنه لرم چي په دغه ورځ لمسوني رامنځ ته شي.»

د دغي روسۍ په شان ډيری روسان د دولتي تلويزوني خپرونو پر رپوټونو باندي باور کوي چي گويا د اوکراين په جنوب ختيځ کي «ولس وژنه» رامنځ ته کيږي. ۶۰ کلنه ناتاليا چي يوه متقاعده روسۍ ده، دغه ډول نظر لري چي ولسمشر پوتين حق لري چي په اوکراين کي د روسي ژبو خلکو ملاتړ ته ورودانگي:

«ټول کارونه چي پوتين يي په اوکراين کي کوي، زما په نظر درست دي. کله کله داسي فکر کوم چي هغه بايد تر دې لا زيات تند عمل وکړي. د هغه سياست پر سمه لار روان دی. د اوکراين په جنوب ختيځ کي ډير روسان په سخت وضعيت کي ژوند کوي. هغوی زموږ څخه د مرستي غوښتنه کوي او موږ يي بايد ورسره وکوو.»

يو بل تن روسی چي نزدې۲۰ کلن دی، هم دغسي يو نظر لري. هغه وايي، هغه وخت نور ختم شو چي د ولسمشر په توگه د پوتين د بيا ټاکلو پر ضد د روسيې په ډيرو ښارونو کي احتجاجونه شوي ول:

«هو! د پوتين پر وړاندي زما په دريځ کي بدلون راغلی دی، هغه ته زه اوس په ښه سترگه گورم. کله چي د هغه وخت احتجاجونه را په ياد کړم، پوتين ته خلکو په منفي نظر کتل. زما ملگري او همکاران هم په همدي نظر دي. فکر نه کوم چي هغوی دي نور په داسي احتجاجونو کي گډون وکي.»

دا يوازي انفرادي نظريات نه دي: په سوچي کي د اولمپيک د ژمنيو لوبو او تر هغو وروسته د کريميا له تحولاتو راهيسي د نظر پوښتنو له مخي په روسيه کي د پوتين د محبوبيت کچه په بيساري توگه لوړه شوې ده.

ويل کيږي چي۸۲ سلنه روسان د پوتين له سياست څخه ملاتړ کوي. د لوېديځ له خوا لگول شوي بنديزونه تر نيوکو لاندي راغلي دي. د۶۰ کلني ناتاليا په نظر د دې ټولو پيښو تر شا امريکايان ولاړ دي:

«زه هيڅکله امريکايان زغملای نه شم. هغوی تل دروغ وايي، هغوی غواړي چي پر ټوله دنيا باندي د خپل ژوند څرنگوالي تحميل کړي. د اروپايي اتحاديي په هکله نور نو څه ووايم. خبره دا ده چي اروپايان د امريکا تر فشار لاندي دي. هغوی امريکا ته اړ دي. که رښتينا راباندي وايي، هغوی هم له امريکايانو سره موافق نه دي، خو اجازه نه لري چي پر خلاف يي څه وکړي.»

دغه راز ډيری روسان د لويديځ له خوا لگولو شوو بنديزونو خخه هم ويره نه لري. د ميخايل په نامه يو روسی وايي چي د لويديځ له خوا تر اوسه پوري لگول شوي بنديزونه ښيي چي «له بنديزونو څخه ويره بايد ونه لرو.»