1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتين په وړاندي د ميدويدف لخوا کلکه خبره کول ناممکنه ده

۱۳۸۷ مرداد ۲۵, جمعه

د نن څخه سل ورځي د مخه د روسيې نوي جمهوررييس ديميتري ميدويدف د کريملين چوکۍ ونيوله. دغه موده اوس په قفقاز کي د خونړۍ جګړې تر سايې لاندي راغلې ده

https://p.dw.com/p/Exzb
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتين
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتينانځور: AP

ددغه 42 کلن سياستمدار په دې ډير سخت سياسي بحران کي يوه موضوع روښانه سوه چي ميدويدف د روسيې د حکومت د مشر ولاديمير پوتين سره په ګډه ښه کار کوي.

خو اوس په لويديځ کي ددې سياستوال هغي څيرې چي ګواکي دی آزاد پلوه او يو موثر سياستوال ګڼل کيدی، د قفقاز د جګړې له کبله یو داغ پيدا کړی دی.

د امريکا متحده ايالاتو حتي د G8 يا د نړۍ د اتو د سترو صنعتي هيوادونوپه ډله کي اوس د روسيې غړيتوب د پوښتني وړ ګرځولی دی او د هغه سره سم يي حتي د WTO يعني په نړيوال سوداګري سازمان کي هم د روسيې و غړيتوب ته ګوته نيول کيږي.

ميدويدف د روان عيسوي کال د می د مياشتي پر 7 نېټه د روسيې ددريم جمهوررييس په حيث په کار پيل کړی و. په دغو سلو ورځو کي ميدويدف د تزارانو د وخت راهيسي تر ټولو ځوان سياستمدار دی چي د روسيې تر ټولو لوړي رسمي چوکۍ ته يي ځان رسولی دی. يعني هغه سياستمدار چي پخپله په هيواد او دغه راز نړيواله کچه د يولړ ربړو سره مخامخ ليدل کيږ او د لږ حرکت زمينه نسي برابرولای.

د روسيې جمهوررييس ميدويدف
د روسيې جمهوررييس ميدويدفانځور: AP

پخپله په روسيه کي ډيری او هم نړيوال څارونکي د روسيې پخوانی جمهوررييس او اوسنی لومړی وزير يعني ولاديمير پوتين په واقيعت کي ځواک من ګني. او سره له دې ددولت په اړخ کي د ميدويدف او پوتين تر منځ د ګډ کار ويش ليدل کيږي.

که څه هم دغه ويش يوازي په لهجه کي وي.

ميدويدف په ډير احتياط سره د پخواني جمهوررييس او دده د معنوي پلار سره عمل کوي. د پوتين په وړاندي د مدويدف لخوا د يوې کلکي جملې استعمالول ناممکنه ده.

ميدويدف د خپلي وظيفې په پيل کي ژمنه وکړه چي و حقوقي دولت ته پر مختګ ورکړي او د رشوت پر ضد مبارزه وکړي. چي په دې لاره کي يې په لومړي ځل د ډليزو رسنيو د قوانيونو د لاسختولو مخنيوی په داسي حال کي وکړي چي هغه پوتين بند کړي وه. دغه راز څه ناڅه په لفضي ډول يې د چاپيريال ساتني په سياست کي هم يوه نوې تګلاره غوره کړه.

ميدويدف په نړيوال سياست کي د پوتين د تګلاري پلوي کوي. او په تيره بيا ده د آلمان سره د اړيکو ټنګولو ته ادامه ورکړه چي لويديځ ته يي پخپل لومړي سفرکي آلمان غوره کړی او کتنه يې ځني وکړه.

دغه راز ميدويدف پر دې باندي ټنګار کړی دی چي د اروپايي اتحادې او ناټو سره هم اړيکي ښې کړي خو په دې لاره کي د هغه په مخ کي د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د چيک په جمهورريت د توغنديو د دفاعي سيسټم د نسبولو د سند لاسليکيدل خنډ سول.

د خپلواکو هيوادونو د ټولني غړي
د خپلواکو هيوادونو د ټولني غړيانځور: picture-alliance/dpa

دغه ډول، د اروپايي ټولني د غړيتوب لپاره د ګرجستان او اوکراين هلوځلو په روسيه کي د انديښنې زمينه برابره کړه. چي په دې لاره کي د روان عيسوي کال د اپريل په مياشت کي د رومانياپه پلازمېنه بوخارست کي د ناټو د غړو هيوادونو په ستره غونډه کي د جرمني لومړۍ وزيري ميرمن انګيلا ميرکل او د فرانسې جمهوررييس نيکولا سرکوزي د امريکا د متحده ايالاتو ددې نظر په هکله چي اوکراين او ګرجستان دي د ناټو غړي سي مخالفت وکړۍ.

ميدويدف ويلي وه چي د ختيځي اروپاخواته د ناټو پراخيدل به د يو ستر سياسي لګښت سره مل وي. چي يوه ورځ وروسته تردې يې بيا د خپلواکو هيوادونو په ټولنه کي چي په سانتپطربورګ کي جوړه سوې وه بياهم ميدويدف د اوکراين د جمهوررييس يوشينکو او د ګرجستان د جمهوررييس ساکاشويلي پام ودې موضوع ته راواړوی خو کومه نتيجه يې ور نه کړه. دواړو جمهورريسانو يعني يوشينکو او ساکاشويلي پر دې باندي ټنګار وکړی چي د ناټو په غړيتوب و منل سي.