1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولنډ جمهوررییس د سپرلي الوتکي نسکوريدو سره ووژل شو

۱۳۸۹ فروردین ۲۱, شنبه

د نوموړي الوتکه، چي په ټوليزه توګه پکښي 132 کسان سپاره وه د روسيې ايالت سمالېنسک هوايي ډګر ته نژدې راولوېده او ټوله سپرلي يې وژل شوي دي...

https://p.dw.com/p/MsaE
د پولند جمهور رييس ليخ کاژينسکي
د پولند جمهور رييس ليخ کاژينسکيانځور: AP

د پولنډ جمهوررییس لیخ کاژینسکی د الوتکي د نسکوريدو په يوه پېښه کي وژلي سوي دي. د نوموړي چورلکه چي په ټوليزه توګه پکښي 132 کسان سپاره وه د روسي ايالت سمولېنسک هوايي ډګرته نژدې راولوېده او ټوله سپرلي يې وژل شوی دی. ددې خبري پخلي د سمولېنسک ايالت والي هم کړي دي.

په وژل سوؤ کسانو کي د ولس مشر تر څنګ د هغه مېرمن، د پولنډ لوي درستيز او د هغه ځاي ناستي، د پولېنډ د مرکزي بانک رييس، د پولېنډ د اولسي جرګۍ بعضي غړي، تاريخ پوهان او نور لوړ پوړي پولنډي چارواکي شامله دي.د اولس مشر ليخ کاژېنسکي په سفري ډله کي 85 پولېنډي کسان برخه وال وه چي ټوله وژل سوي دي.

د پولند جمهوررييس روسیی ته تللي ؤ تر څو د Katyn د يو عام قتل په اويامه کاليزه کي له روسي مشرانو سره ګډون وکړ. په کاتين کي اويا کاله مخکي په زر ګونو پولنديان د پخواني شوروي د مشر ستالين په زمانه کي قصدا وژل شوي ؤ. پولند او روسيه دواړه غواړي چي د تيري زماني دښمنيو ته د پاي ټکي کيږدي او د ښوو اړيکو يو نو پيل پړاو پيل کړي.

کاژيسنکي د پولند محافظه پال ښيي اړخي سياست وال ؤ.هغه شپيته کال عمر درلود او د پولند د ستر مخالف( قانون او عدالت) نومي ګوند مشر، ياروسلاو غبرګوني ورور ؤ.هغه 45 دقيقي وروسته له ياروسلاو څخه زيږدلي ؤ. دواړو ورونو په ګډه د قانون او عدالت (PiS) نومي ښيي اړخي ګوند تأسيس کړ.دغه ګوند د پولند د ټولني کلتوري او مذهبي ارزښتونو او نظم او قانون باندي ډير زيات تينګار کوي.

ليخ کاژيسنکي په 1949 کي د جون په اتلسمه په وارسا کي دنيا ته سترګي وغړولي، د هغه پلار د نازيانو پر ضد په 1940 کال په يو پاڅون کي لاس درلود.

هغه د جمهوري رياست څخه مخکي د وارسا ښاروال ؤ. په 2005 کال هغه د پ،لند د جمهور رييس په توګه وټاکل شو او غوښتل يي چي سږکال په مني کي دغه مقام ته بيا ځان کانديد کړي.

د آلمان د صدراعظمي اننګلا مرکل او د روسيي د جمهور رييس ديتمري ميدودياف په شمول د نړي يو کګن شمير مشرانو د هغه د مړيني څخه خواښيني شوي دي او د پ،لند حکومت او ولس ته يي د خواخوږي تيلګرامونه واستول.

د رسنيو د خبرونو له مخي، داسي ښکاري چي د الوتکي د پيلوت د کومي اشتباه له امله د هغه د ﺉبرلي الوتکه نسکوره شوي وي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي