1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليسو په ليکو کي د ماشومانو د جذب ستونزه

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه

په افغانستان کي د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دغه هيواد په سويل ختيځو ولايتونو کي د پوليسو په ليکو کي د کم عمره ماشومانو د جذبېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده. په دې برخه کي تر ټولو ستره ستونزه په پکتيکا ولايت کي ده.

https://p.dw.com/p/16n8O
انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

په سويل ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د ماشومانو څانګې مسئول عبدالحکيم ناصري دويچه ويله وويل، چې د هېواد د نورو سيمو په شان په دې زون کې هم ماشومان د پوليسو ليکو ته شامليږي او دا بهير د پکتيا او خوست په پرتله په پکتيکا ولايت کې ډېر زيات دى.

ناصري وايي، څه موده مخکې يې پکتيکا ته سفر کړى وو، او په بېلابېلو برخو کې يې د ماشومان وضيعت او د هغوى د ژوند ښوالی له پاره بېلابېلې ليدنې کتني درلودې.

د هغه په خبره، اوس په دغه ولايت کي د ماشومانو پر وړاندي تر ټولو جدي ستونزه په عسکرۍ کې د ماشومان جذب دى. هغه وويل: «په پوځ کې دا ستونزه ډېره کمه ده او د دوى څېړنه ښيي، چې يوازي د دې ولايت په مرکز ښرنه کې  د پوليسو ليکو ته تر٢٠ زيات کم عمره کسان جذب شوي دي.»

ښاغلى ناصري زياتوي، په پوليسو کې د کم عمره کسانو د جذب ستونزه ځکه ډيره شوې ده، چې ماشومانو ته د زيات عمر تذکرې ويشل شوي دي.

د هغه په خبره، د دوى د هڅو په لړ کې ٢١ داسې ځوانان چې عمرونه يې کم ول، او تر اصلي عمر يې د زيات عمر تذکرې جوړولې دوى يې مخنيوى کړى دی.

بله خوا د پکتيکا ولايت امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران له دويچه ويله سره په خبرو کي د بشري حقونو ادارې دا ادعا رد کړه او زياته يې کړه، چې په دې اړه دقيق دي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په پوليسو کې کم عمره کسان جذب کړي:

«که داسي کوم ثبوت پيدا شي، چي د پوليس عمر کم دی نو موږ به هغه پوليس ژر له نظامي ليکو څخه وباسي.»

له بلي خوا د چارو يو شمېر څارونکي هم په نظامي ليکو کې تر ١٨ کلنۍ د کم عمره کسانو شموليت د جدي انديښنې وړ بولي. په سيمه کې ټولنيز کارپوه نجيب الله الوخېل وايي، چي په کم عمر کې د پوليسو ليکو ته شاملېدل نه يوازي په خپله د هغه کس له پاره ستونزمن دی، بلکي ټولني ته ستونزي جوړوي:

«له يوې خوا ماشومان له زده کړو پاته کوي، ناوړه خويونو ته لاره اواروي او بل دا چې دوى زغم نه لري او هر کار په احساساتو کوي، چې دا کار په خپله خلک له دولته زړه توري کوي او نا امنۍ زياتوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندي يو شمېر نورو نړيوالو ادارو هم د افغانستان د امنيتي ځواک په ليکو کي د ماشومانو له جذبه شکايت کړی وو.

د افغانستان د قانون له مخي د هیواد امنيتي ځواک ته تر ۱۸ کلنۍ د کم عمر کسان اجازه نه لري چي د امنيتي ځواک په ليکو کي شامل شي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل