1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولې د پرانیستلو له پاره یوه نوې هڅه

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال اسلام آباد ته تللی دﺉ چې د دې هیواد له چارواکو سره د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ د پاکستان د پولې د پرانیستلو په اړه خبرې اترې وکړي. دغه پوله د ناټو پر مخ له شپږو میاشتو راهیسې تړلې ده.

https://p.dw.com/p/15BFW
انځور: DW

د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال پیتر لیوي، په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې یوازې څو ورځې مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې امریکا د پاکستان پر وړاندې خپله حوصله له لاسه ورکړې ده. پنیتا زیاته کړې وه چې تر هغه وخت پورې چې یاغیان په پاکستان پټنځایونه ولري، په افغانستان کې د سولې راتلل ستونزمن کار دﺉ.

پاکستان ته د لیوي د رسیدو خبر په دې هیواد کې د امریکا سفارت ورکړی دﺉ. سفارت ویلي دي چې دغه چارواکی به په پاکستان کې د امریکا او د دې هیواد پر ګډو موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه پاکستاني چارواکې د لیوي تر سفر مخکې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې د دغه چارواکي په سفر کې د ناټو د پوځي قطارونو پر مخ د پاکستان د پولې پر بیا پرانیستلو باندې خبرې اترې کیږي.

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې په پاکستان کې د اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته یوه نوي پړاو ته وردننه شوې او بیا د تیر کال په نومبر میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته دغه اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې.

کارپوهان وایي چې ښايي د پیتر لیوي، له سفر سره د پاکستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې کوم بدلون را نه شي. د سیاسي چارو کارپوه حسن اکبري د فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې ویلی دي: «هغه به هڅه وکړي چې پاکستان د پولې بیا پرانیستلو ته وهڅوي، خو ښايي پاکستان اوس غواړي پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي. زه فکر نه کوم چې پاکستان او امریکا به په نزدې راتلونکې کې د پولې په بیا پرانیستلو سره موافقه وکړي.»

اکبري زیاتوي چې د پنیتا سختې خبرې پر پاکستان د لا ډیر فشار اچولو له پاره شوي دي. امریکا له پاکستان څخه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني د ډلې پر وړاندې عملیات تر سره کړي، خو پاکستان تل د دغه کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض