1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوځي پريټ په جريان کې د بريد څخه وروسته د افغانستان حالات

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

کرزي د وړمي ورځي د پوځي پريټ څخه هيڅ هم نه وويل ، او د دغي پيښي پر تحقيقاتو باندي چه پخپله جمهوررييس کرزی ځني خلاص سو، هم څه ونه ويل.

https://p.dw.com/p/DqWs
کرزی په امريکايي عسکري موټر کې نظامي قطې گوری
کرزی په امريکايي عسکري موټر کې نظامي قطې گوریانځور: AP

پوښتنو ته اجازه نه وه . همدارنګه د دغي پيښي څيړونکو هم د دغي واقعې سره ډيره علاقه ونه ښوول. دوی يوازي دونه وویل چي تحقيقات روان دي، او کوښښ کيږي چه د هغه اصلي نفر پيدا سي. آيا دا چه ځني بريدکونکي به نيول سوي وي، هغه معلومه نده. او د اصلي پوښتنو په باب يې هيڅ جواب نه ورکاوه. دا څنګه کيدای سوای ، چه شپږ نفره بريدکونکي پريټ او ستيژ ته رانژدې سي .
د ماشینګړو او لاسي بمونو پواسطه حمله د یکشنبې د رسم ګذشت په آخره کښي رامنځته سوه . درې حاضرین او همدارنګه درې تنه حمله کونکي د فيرونو په تبادله کښي ووژل سول .
د برتانيې د سفارت څخه یو ميلمه شيراد کوپر کولس وايي چي د فيرونو ږغونه د ملي سرود او پوځي احترام دږونو سره ګډ سول.
«ما د پوځي پريټ د آخري په چپه خوا کښي د زړو ودانيو څخه دودان وليدل . او وروسته مي رآسآ د ماشينګړو د فيرونو ږغونه واوريدل، چي ږغونه يې مخ پر لوړيدو وه . »
خو اوس معلومه سوې ده چه بريدکونکي په یوه درې منزله ودانۍ کښي پټ وه، چه د ميلمنو څخه يې ۳۰۰ متره فاصله درلوده . داچه دوی سربيره پر ډيرو امنيتي تدابيرو هلته څنګه ورننوتلي دي ، د سوال وړ خبره ده . په غير رسمي ډول ويل کيږي چه بريد کونکو د پوليسو او پوځيانو يونيفورم اغوستی ؤ .
د پيښي څخه د مقاماتو څه نه ويل ،دا آوازې راپورته کړي دي ، چه آیا ددې پيښي تر شا خو به د طالبانو په عوض د حکمتيار نفر نه وي ولاړ .
آيا د بريدکونکو سره ددولتي چارواکو کومک نه ؤ موجود ؟
پدې باب د ښاري پرمختګ وزير يوسف پښتون د الجزيرې تلويزيون ته داسي وويل:
«دغو خلګو په حقيقت کښي نه غوښتل چه پر راغلو ميلمنو حمله وکي ، بلکه يوه ګډوډي يې غوښتل . ځکه نو زه دا احساس لرم ، چه که څه هم هغه نسم ثابتولی ، چه بريدکونکي دي زموږ د منڅ څخه رهبري سوي وي . دوی غوښتل خپل خلګ ونه ولي . زه عقيده لرم چه ددولتي دستګاه څخه يو چا د بريدکونکو سره همکاري کړې ده .»
په کابل کښي پر پوځي پريټ تر حملې يوه ورځ وروسته هم دا ثابته سول چه په افغانستان کښي امنيتي حالت ثبات نلري. د افغانستان په شمال کښي يوه ځان وژونکي بريدکونکي د آلماني پوځ پر يوه کاروان يرغل وکۍ.
د افغانستان د شرق څخه هم امريکايي پوځ د سختو عملياتو خبر ورکړی دی ،او تقريبآ ۴۰ ياغيانو پر امريکايي او افغاني پوستو حمله کړې ده.