1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پوځ په روغتيايي برخه کي اداري فساد سته»

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون وايي چې د ملي اردو په روغتیایي بخش کې پراخ اداري فساد موجود دی. دغه کمېسیون روښانوي چې په دې اړه یې تر اوسه پورې څو شکایتونه ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1A7J3
انځور: AP

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون غړي وايي چې د هغوی څېړنې ښيي چې د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیا څانګه د خراب مدیریت او همداراز پراخ اداري فساد له کبله په ډیر بد وضعیت کې ده.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون مشر زلمي زابلي، د دوشنبې په ورځ وویل چې د دفاع وزارت د روغتیايي برخي د مدیریت بدلولو په موخه د هغوی هڅې بې پایلې پاتې دي.

زابلي وویل: «د دفاع وزارت د روغتیا برخه په بشپړه توګه د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ ده. خو په خواشینۍ سره کله چې موږ د دفاع له وزارت څخه وغوښتل چې موږ ته په دې اړه خپل نظر راواستوي هغوی موږ ته دا پلمه راواستوله چې د روغتیا د څانګې مشر ښاغلي موسی وردگ، په دې وزارت کې ښه نظم راوستی دی. خو په اصل کې دغه څانګه د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخ ده.»

زابلي پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې د ملي اردو د ټپي شویو سرتیرو درملنه ډیر مهمه ده او باید په دې برخه کې ډیر کار وشي. هغه وویل، هغه پلاوی چې د دفاع وزارت په روغتیایي څانګه کې د فساد د شتون په اړه د سپیناوي په موخه، د مشرانو جرګې ته راغلي وو، تر اوسه پورې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون مشر زیاته کړه: «موږ هغوی ته [له دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي ته] وویل چې د روغتیايي څانګې د مشر تر څنګ داسې یو صاحب منصب هم په کار وګوماری چې ښه رویه ولري، په فساد ښکیل نه وي او نیک نوم ولري. موږ دغه پریکړه وکړه خو تر اوسه پورې دغه پلاوي موږ ته خپل نظر نه دی رااستولی.»

دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت په خپله روغتیايي څانګه کې د احتمالي فساد په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه. د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، وویل، تر هغه وخته پورې چې پارلمان په رسمي ډول په دې اړه توضیحات نه وي غوښتي دغه وزارت به په دې اړه معلومات ور نه کړي. دویچه ویله هڅه وکړه چې د دغو تورونو په اړه د ملي دفاع وزارت د روغتیايي څانګې مشر موسی وردگ، نظر هم واخلي، خو په دې کار ونه توانید.

د مشرانو جرګې ویلي دي چې د دفاع وزارت په روغتیايي برخه کې پر فساد سربیره، بده رویه، د روغتیايي سکتور تخریب او له عقدې ډک غبرګونونه هم موجود دی.

زابلي ادعا وکړه چې د سرادار محمد داود خان روغتون تجربه لرونکي ډاکټران د عقدې له مخې له کاره ګوښه کیدو ته اړیږي او یا هم په نورو برخو کې په دندو ګومارل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب