1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال الین هم د پیتریوس په جنجال کې راګیر شو

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي، چې په افغانستان کي د میشتو بهرنيو سرتیرو عمومي قوماندان جنرال جان الین، هغي ښځي ته د نامناسبو بریښنالیکونو د استولو په تور تر څېړنو لاندي دی، چې د جنرال پیتریوس د استعفا له قضیې سره تړاو لري

https://p.dw.com/p/16heS
انځور: dapd

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې FBI یا د امریکا کورنۍ استخباراتي ادارې د جنرال جان الین او مېرمن جیل کیلي تر منځ رد بدل شوي نزدې ۳۰۰۰۰ پاڼي تر لاسه کړې دي. میرمن کیلي د جنرال دیوید پیتریوس د ګوښه کیدو په فضیه کي یوه مهمه څېره ده.

د امریکا د استخباراتي شبکې پخواني مشر جنرال دیوید پیتریوس، تیره اوونۍ په ناڅاپي توگه د یوې ناجایزه اړیکې د لرلو له کبله استعفا وکړه. پیتریوس له پاولا برادویل نومي ښځې سره چې د هغه د ژوند په اړه یې یو کتاب لیکه ناجایزه اړیکه لرله.

مېرمن کیلي د پیتریوس له استفا سره په غیر مستقیم ډول ارتباط لاره. هغې تیر کال FBI ته خبر ورکړی وو چې یو شمیر ګواښونکي بریښنالیکونه ورته راځي. کله چې FBI دغه ایميلونه وڅارل، نو معلومه شوه چې دا ګواښوونکي بریښنالیکونه میرمن پاولا برادویل استولي ول. FBI بیا تر هغه وروسته د برادویل او پیتریوس د ناجایزه اړیکو په اړه معلومات تر لاسه کړل.

پاولا برادویل
پاولا برادویلانځور: AP

یوه امریکايي لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، په دې باور دی چې د جان الین له خوا مېرمن کیلي ته استول شوي بریښنالیکونه د جنرال دیوید پیتریوس د استعفا له قضیې سره تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې پنیتا په یوه بیانیه کې ویلي دي چې هغه ته د یکشنبې په ورځ د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي او ده یې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

پنیتا ویلي دي چې د اوس له پاره به جنرال جان الین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د مشر په توګه پاته شي خو د ناټو د ایتلاف د لوی قوماندان په توګه د هغه کانديدېدل ځنډول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د الین پر ځای د یوه بل تن د ټاکل کېدو چاري روانې دي.

تر اوسه لا دا خبره روښانه نه ده چې پر جنرال جان الین باندي کوم تورونه لګېدلي دي. امریکايي چارواکي په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کوي. کیدای شي چې پر هغه باندې د رسمي بریښنالیک د نامشروع کارولو او یا هم د پټو معلوماتو د افشا کولو تور لګول شوی وي.

جنرال پاولا برادويل
جنرال پاولا برادويلانځور: Karen Bleier/AFP/Getty Images

یوه امریکايي چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبرې کړې دي ویلي دي، چې که څه هم جنرال الین پر خپلي بې ګناهۍ باندي ټینګار کوي خو بايد د څېړنو تر پايلو پوري غاږ وچيچو، چې پېښه روښانه شي. میرمن کیلې د امریکا په پوځ کې کومه دنده نه لري خو له ډیر پخوا څخه یې له پیتریوس سره کورنۍ اړیکې لرلې.

جنرال دیوید پیتریوس تیره اوونۍ په ناڅاپي توگه د یوې نا مشروع اړیکې له اسيته خپله استعفا اعلان کړه. اوس نو د هغه په قضیه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان الین هم ښکیل شوی دی.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل