1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پير شتاين بروک پيژندنه

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

«دی دا کار کولای شي»، دغه خبره د آلمان پخواني لومړي وزير، هېلموت شميت چې په سوسيال دموکرات ګوند SPD پوري اړه لري، په ۲۰۱۱ کال کې آن د خپل ګوندي ملګري، پېر شتاينبروک په هکله وکړه.

https://p.dw.com/p/19c3K
SPD-Kanzlerkandidat Peer Steinbrück spricht am 15.08.2013 in Berlin zum Thema Energiepolitik. Foto: Maurizio Gambarini/dpa
SPD-Kanzlerkandidat Peer Steinbrückانځور: picture-alliance/dpa

چې دا خبره نه يوازې د دوی په ګډې لېوالتيا، يعنې د شطرنج په لوبې پورې صدق کوي.

شميت هغه حقيقت ته هيڅ ارزښت ورنه کړ چې شتاينبروک چې اوس ۶۶ کلن او د هامبورګ ښار يو اقتصادپوه او د آلمان د ماليې پخوانی وزير دی، د زده کوونکي په صفت په رياضي کې خرابې نومرې تر لاسه کړې وې او آن دوه وارې تر بکلوريا پورې په ټولګي کې پاته هم راغلی و.

د شميت د وړانديز اصلي سبب البته دا وو، چې شتاينبروک د خپلې تخصصي پوهې په درلودلو سره وکولای شول چې د اقتصاد تر تحصيل وروسته د صدارت په اداره کې د مامور بيا په نورو ادارو او وزارتونو کې کار وکړي. نوموړی بيا د نوردراين وېستفالن آيالت لوموړی وزير او وروسته د آلمان د ماليې وزير هم شو.

دغه دنده شتاينبروک په ۲۰۰۵ کال کې خپله کړه، چې د سوسيال ديموکرات ګوند د نوماند په توګه يې په نوردراين وېستفالن کې د مسيحي ديموکرات ګوند په وړاندې آيالتي ټاکنې بايللې وې. لږه موده وروسته صدارت ته ولاړي نوماندي، انګلا مېرکل تر پارلماني ټاکنو وروسته له سوسيال ديموکراتانو سره همکارۍ ته اړتيا لرله د دې له پاره چې داسې يو حکومت جوړ کړي چې اکثريت ولري.

سوسيال ديموکرات ګوند ورته د ماليې وزارت له پاره د پېر شتاينبروک وړانديز وکړ. په دغه دنده کې شتاينبروک له لومړۍ وزيري سره ډېر نزدې د مالي کړکېچ په وړاندې مبارزه وکړه. کله چې کړکېچ په ۲۰۰۹ کال کې لا ترينګلی شو، سپما کوونکو ګواښ وکړ چې په بانکونو باندې به يرغل وکړي او له خپلو جاري حسابونو څخه به پيسې راوباسي. د يوې ګډي غونډي په ترڅ کې شتاينبروک او مېرکل په زغرده هغوی ته اطمينان ورکړ چې په آلمان کې ټول جاري حسابونه خوندي دي.

په دې ترڅ کې شتاينبروک د ماليې د وزير په توګه داسې مالي لاري چارې هم پلې کړې چې وروسته ورباندې بحثونه وشول. د بېلگې په ډول په املاکو کې له پانګې اچوونکو څخه ملاتړ وشو.

د شتاينبروک سياسي نيمګړتياوې

د شتاينبروک د سياست سبک ډېر غير ثابت، پند ورکوونکی او په ډېري کمه ديپلوماسۍ بنا دی، ځکه چې دی خپل افکار سمدلاسه څرګندوي. د ده سياسي ملګري دی يو عملي سړی بولي چې کله نا کله کم زغم هم لري. کله چې د مالياتي سرغړونو د کچې راټيټول مطرح ول او سويس نه غوښتل چې ارقام ورکړي، شتاينبروک د کلکو تدابيرو د نیولو ګواښ وکړ. د ده دغه ګواښ چې دی غواړي په اصطلاح «سپاره قوتونه سويس ته واستوي» د ډېرې ديپلوماتيکې نارضايتۍ سبب وګرځېد. د نوردراين وېستفالن آيالت د ماليې د وزير او لومړي وزير په توګه پېر شتاينبروک د «۲۰۱۰ کال د اجندا» ملاتړ کړی وو.

د دغو ټينګو اصلاحاتو په واسطه د آلمان پخواني لومړي وزير، ګېرهار شرودر غوښتل چې د کار په بازار کې بدلون راولي تر څو د بې کارۍ لوړه کچه راکښته کړي. دغه هڅه چې دولتي مرستې دي کمي شي او د بې کارۍ په صورت کې دې خلک زيات مسئوليت اخيستلو ته وهڅول شي، د اجير کارکوونکو د شرايطو په پلي کولو او د کم معاش د سکتور په غځولو سره تر سره شوه.

دغه مفکوره د شتاينبروک خوښه شوې وه. په دې ترتيب د کارځايونو د رامنځ ته کېدو معجزه رامنځ ته شوه چې د مېرکل حکومت ورڅخه تر نن ورځې پورې ګټه اخلي. خو شتاينبروک ورڅخه ګټه نه اخلي. ډېر کار ورکوونکي له دغو شرايطو څخه برخه من شول. نن سبا تقريبا ۲۰ سلنه کارکوونکي داسې معاشونه اخلي چې د ژوند اړتياوي نه شي پوره کولای.

پېر شتاينبروک صدارت ته د ولاړ کانديد په توگه وايي: «هلته کومه لويه تېروتنه شوې ده. په ټولنه کې راغلی درز لا پسې ژور کېدای شي.» نوموړی زیاتوي چې دی غواړي د دې مخه ونيسي. شتاينبروک د ټولنيز اقتصاد له پاره تبليغ کوي چې د ټولو ښېګڼو ته پکې لومړيتوب ورکول کيږي. منتقدين البته د پېر شتاينبروک دغه سياسي اوښتون د باور وړ نه ګڼي. په دې کې د ده له خوا د ټولنيزو موضوعګانو مطرح کول هم شمېرل کيږي لکه په ټول آلمان کې د حد اقل معاش پلي کول چې شتاينبروک غوښتی دی.

د ټاکنيز کمپاين څارونکي د شتاينبروک کمه باورمندي د ده په شخصي شاليد پوري تړلې بولي. دی د هامبورک د سوداګرو له يوې معتبرې کورنۍ څخه راځي چې ډېر مدني برېښي. خو دی يوه بله کمزوري هم لري.

د ټاکنيز کمپاين ناسم پيل

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنيز کمپاين کې انګلا مېرکل له مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال ګوند او له ليبرال ديموکرات ګوند سره يو ځای دومره ډېري رايې وړې وې، چې بې له سوسيال ديموکرات ګوند يې هم وکولای شول چې حکومتي چارې مخ ته بوځي. پېر شتاينبروک يو ځل بيا د پارلمان عادي وکيل جوړ شو او د مخکښ سیاستوال په توګه يې خپله استعفا اعلان کړه. ده د خپل حکومت په اړه يو کتاب وليکه چې عنوان يې «تر کرښې لاندې» دی، په پوهنتونونو کې يې د پروفيسور په توګه کار پيل کړ او په غونډو کې د وينا ورکولو له لارې يې ډېرې پيسې هم وګټلې. په ۲۰۱۰ کال کې شتاينبروک داسې فکر نه کاوه چې دی به بيا يوې مخکښې دندې ته وبلل شي. خو هر څه بل ډول مخ ته ولاړل.

د سوسيال ديموکرات ګوند په ځانګړې ګوندي غونډه کې نوموړي د ۲۰۱۳ کال د پارلماني ټاکنو له پاره صدارت ته د کانديد په توګه غوره شو او ۹۴ سلنه رايې يې تر لاسه کړې. دغې خوشحالۍ ډېر دوام ونه موند. ځکه چې لږ موده وروسته دا خبره افشا شوه چې شتاينبروک د بانکونو او مالي چارو د مشورې په شرکتونو کې د مقالو له لارې څه باندې يو ميليون يورو ګټلې وې. بدتره خبره لا دا وه چې ده دا په پيل کې شخصي خبره بلله او په دې اړه يې نه غوښتل چې توضيحات ورکړي.په پايله کې يې هر څه بيا وړاندې کړل.

کله چې شتاينبروک بيا وويل چې لومړی وزير په کافي ډول معاش نه اخلي او دی نه غواړي چې ارازنه واين وڅښي، نو دی د مخکښ کانديد په توګه له ستونزو سره مخامخ شو. دا د سوسيال ديموکرات ګوند د يوه مبارز له تصوراتو سره سمون نه لري چې د بې وزلو خلکو له پاره مبارزه کوي.

په نظر پوښتنو کې شتاينبروک ډېر شا ته دی چې له انګلا مېرکل سره فاصله ډېره زياته ده. پېر شتاينبروک بيا هم ټينګ هوډ لري او خپلې سياسي مبارزې ته دوام ورکوي. شتاينبروک وايي چې «په ۲۰۰۵ کال کې هم سوسيال ديموکرات ګوند تر ټاکنو مخکې ډېر شا ته وو او بيا لږ ښه شو.»

د سوسيال ديموکرات ګوند کانديد په تېرو اوونيو کې په ډېر آرام غږ سره خپله تګلاره معرفي کړې ده. د ډېر معاش اخيستونکي له پاره يې زيات ماليات وغوښتل د دې له پاره چې ټولنيزې ستونزې په هېواد کې رفع شي او له هغو خلکو سره ملاتړ وشي چې «په پرمختګ کې ونډه غواړي.» شتاينبروک د مثال په ډول غواړي چې له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې کار کوي.هغوی ته بايد عين معاش ورکړل شي، د ماشومانو پالنه يې وشي او د تقاعد په برخه کې هم ور سره مرسته وشي.

شتاينبروک د خپلو پلويانو په اند يو بل غښتلی اړخ هم لري. دی د هغوی په اند يو ريښتينی انسان دی او د سياستوال او شخصيت په توګه ورباندې حساب کېدای شي. پېر شتاينبروک له خپلې مېرمنې سره، چې بيالوژي پوهه او ښوونکې ده، له ۳۸ کلونو راهيسې يو ځای دی او د درو ماشومانو پلار دی، چې اوس ټول لوی شوي دي. شتاينبروک مسيحي ديموکرات ګوند او انګلا مېرکل نور خپل سياسي ملګري نه بولي. د ده استدلال دا دی چې «مېرمن مېرکل آلمان يوازې اداره کوي. هغه پخپله شکل نه ورکوي.» د شتاينبروک د خوښې ګوند چې غواړي ورسره ائتلاف جوړ کړي، زرغون ګوند دی.