1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيسو نړیوال صندوق به له اوکراین سره مرسته جاري وساتي

آژانسونه/شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

د پيسو نړیوال صندوق مشرې کرستین لاگارد ویلي دي، که حتی اوکراین ونه توانیږي خپل پخواني پورونه ادا کړي، بیا هم کولی شي د دغه صندوق له مالي امکاناتو څخه گټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/1Fggj
انځور: Reuters/Herman

د پيسو نړیوال صندوق مشرې کرستین لاگارد ویلي دي، که حتی اوکراین ونه توانیږي خپل پخواني پورونه ادا کړي، بیا هم کولی شي د دغه صندوق له مالي امکاناتو څخه گټه پورته کړي. لاگارد په خپل وخت د پورونو د ورکړې له پاره له ملي ذخیري څخه د استفادې انتخاب رد کړ.

په داسې حال کې چې د کییف او خصوصي پور ورکونکو تر منځ خبرې اترې بندی دي، د پیسو نړیوال صندوق وایې چې کولې شي له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پیسو نړیوال صندوق رئیسې ویلي دي چې دواړه خواوی به د پورونو د ادا کولو د څرنگوالي پر سر موافقۍ له پاره وهڅوي. لاگارد په عین وخت کې ټینگار وکړ چې نور انتخابونه به هم وجود ولري. دغه صندوق د مارچ په میاشت کې اوکراین ته د ۱۷،۵ میلیارده ډالره پور د ورکړي څلور کلن پروگرام پيل کړ.

لاگارد زیاته کړې: په هغه صورت کې چې اوکراین ونه توانیږي له خپلو خصوصي پور ورکونکو سره یوې موافقې ته ورسیږي او په خپل وخت خپل پور ادا نه کړای شي، نو د پيسو نړیوال صندوق به له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

لاگارد د روانې اونۍ په پیل کې د اوکراین د لومړي وزیر ارسیني یاسینیوک او د دغه هیواد د ماليې د وزیرې ناتالي یریسکو سره په واشنگټن کې ولیدل، څو په اوکراین کې د اقتصادي تحولاتو او د اقتصادي اصلاحاتو د اجرا کولو په برخه کې بحث او خبرې اترې وکړي.

د« بلوم برگ بزنس» انگلیسي تجارتي مجلې رپوټ ورکړی دی چې د اوکراین د مالیې وزیره د اونیو راهیسې په دې هڅه کې ده چې هغه خصوصي پور ورکونکي چې د پورونو په ورکړه کې له ځنډ سره یې موافقه کړی ده، د پورونو د پيسو د اندازې کمیدو ته قانع کړي.

لاگارد وویل:« زه فکر کوم چې د پورونو د ورکړی د څرنگوالي په هکله د اوکراین پروگرام د خصوصي برخې تر څنگ د بین المللي ټولنې ملاتړ هم تضمینوي. دغه ملاتړ د دې پروگرام د ملاتړ له پاره الزامي دی».
د پيسو نړیوال صندوق مشرۍ ټینگار وکړ چې که اوکراین خپلو خصوصي پور ورکونکو ته د پورونو ورکړه ودروله، د پيسو نړیوال صندوق به د دغه هیواد مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

ملي ذخیره
په همدې منځ کې لاگارد هغه اټکلونه رد کړل چې پر اساس یې ویل کیږي اوکراین کولې سي د خپلو پورنو د ورکړی له پاره د خپل ملي بانک له ذخیرې څخه استفاده وکړي. هغې زیاته کړه په هغه صورت کې چې که دا کار وشي، نو د اوکراین حکومت به دوباره پوروړی شي، چې دا کار بیا له پوړولو هیوادونو سره د ژغورنې نړیوال صندوق له پروگرام سره هم غږي نه لري.

اوکراین د مارچ د میاشتې راهیسې تر اوسه پوری د پيسو له نړیوال صندوق څخه ۵ میلیارده ډالره پور ترلاسه کړی دی او تمه کیږي چې د دغه صندوق مسئولین به په راتلونکي میاشت کې د د دویمې برخې د مالي تمویل په هکله رای گیري وکړي. خو د دغو پیسو د ترلاسه کولو له پاره اوکراین باید په مختلفو برخو کې اقتصادي اصلاحات رامنځته کړي.

د کله راهیسې چې د اوکراین منتخب ولسمشر د ۲۰۱۴ کال د فبروري په میاشت کې روسیې ته تښتیدلی دی، دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. یو کال مخکې په دغه هیواد کې یو نوې حکومت وټاکل شو. دغه حکومت د هیواد په ختیځ کې له مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو سره په جگړه کې ښکیل دی.