1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور په چاودنه کي پنځلس تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/173pd

د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبائیلي سیمه کې د بمي چاودني له امله پنځلس تنه وژل شوي دي. دغه خبر د پاکستان امنیتي چارواکو ورکړی دی. دغه پیښه د خیبر په قبایلي سیمه کې په یوه مارکیټ کې رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا په دغه پیښه کې۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي او داسي اندیښنه هم شته چې ښایې د مرگ ژوبلې شمیر ډیر شي. د پاکستان د تلویزوني چنیلونو د رپوټونو په اساس دغه پیښه د پاکستان د دولت د لوړپوړو چارواکو دفتر ته څیرمه رامنځ ته شوې ده، خو دا خبره لا څرگنده نه ده چې د دغه برید موخه د دولتي دفترونو په نخښه کول وه. لا تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.