1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د "پي کاکا" جنگيالي له ترکيې وځي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د کوردانو د کارګر ګوند(PKK) د ترکیې له کورد میشتې سیمي څخه د خپلو شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالیو تدریجي ایستل پیل کړي دي. دغه جنګیالي به له ترکیې څخه د عراق شمالي برخو ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/18U5D
Dohuk, IRAQ: A PKK fighter attends a training session at the Mahsun Korkmaz Academy early in the morning 20 June 2007 at Amedia area in Northern Iraq, 10 km near Turkish border. Turkey declared several areas near the border with Iraq to be 'temporary security zones' in a sign of increasing activity in its campaign against Kurdish rebels. AFP PHOTO/MUSTAFA OZER (Photo credit should read MUSTAFA OZER/AFP/Getty Images)
PKK Rebellenانځور: MUSTAFA OZER/AFP/Getty Images

دغه کار تر هغه وروسته ترسره کیږي چې په وروستیو کې انقره او د دغي ډلي مشران له یو بل سره د سولي یوه تړون ته ورسیدل.

تر دې دمخه د دغې ډلې مشرعبدالله اوچلان، چې اوس په زندان کې دی، د مارچ په میاشتې کي پر خپلو جنګیالیو باندې غږ کړی وو چي د ترکیې له جنوب ختیځو برخو څخه ووځي. د کوردانو پلوي خبري آژانس «فیرات» د سه شنبې په ورځ وویل چې له ترکیې څخه د کوردي جنګیالیو د وتلو بهیر به د پلان له مخې د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

تمه کیږي چې دغه څه نا څه ۲۰۰۰ کوردي یاغیان به له ترکیې څخه پر پښو عراق ته ولاړ شي. ترکیې او PKK ویلي دي چې دغه بهیر به په چټکه توګه او پرته له کومي نندارې ترسره شي.

د ترکیې په پارلمان کې د کوردانو یوه پلوي د پارلمان غړي صلاح الدین دامیرتاس، ویلي دي: «له سیمې څخه د کوردانو د وتلو بهیر به له درو څخه تر څلورو میاشتو پورې وخت ونیسي.» د پارلمان دغه غړي د ترکیې د حکومت او کوردانو تر منځ د سولي د تړون د رامنځ ته کیدو په برخه کې ډیر پیاوړی نقش لاره.

په وروستیو میاشتو کې د کوردي یاغیانو او ترکیې د پوځ تر منځ د کومې نښتې په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي. دا په وروستیو کلونو کې له تاوتریخوالي پرته تر ټولو اوږده موده ده.

د کوردانو او ترکیې د حکومت ترمنځ له ۱۹۸۴ کال راهیسې نښتې روانې دي چې په پایله کې یې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د ترکیې حکومت د کوردانو د کارګرو ګوند یو ترهګر سازمان بولي.

یاغیان له سیمې وځي، خو نه بې وسلې کیږي

تر دې مخکې ترکیې غوښتل چې د PKK ډله په بشپړه توګه بې وسلو شي، خو دغې ډلي ویل چې په دې کار سره به هغه د بریدونو پر وړاندي اسیب پذیره شي. تر دې مخکې په ۱۹۹۹ کال کې د PKK غړو له ترکیې څخه په وتلو اقدام کړی وو خو هغوی بیا د ترکیې د پوځ له کمین سره مخامخ شول. هغه وخت د ترکي پوځیانو او PKK غړو تر منځ په نښته کې ۵۰۰ کسان وژل شوي ول.

د «پي کاکا» ډلي بندي مشر تر دې دمخه د اوربند اعلان کړی وو
د «پي کاکا» ډلي بندي مشر تر دې دمخه د اوربند اعلان کړی ووانځور: picture-alliance/dpa

خو دا ځل د ترکیې لومړي وزیر رجب طيب اردوغان، ژمنه کړې ده چې د PKK پر هغو غړو به هیڅ ډول بریدونه و نه شي چې له ترکیې څخه وځي.

د عراق په شمال کې کوردان اکثریت دي. تر دې مخکې PKK له دغې سیمې څخه د یوه پټنځای په توګه کار اخیست. خو اوس PKK غواړي په خپلو فعالیتونو کې «دموکراتیک» ریفورمونه راولي. د دې په بدل کې هغوی غواړي چې د هغوی له زندانیانو سره ښه چلند وشي.

د PKK د ډلې مشر له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکيې په يوه زندان کې بندي دی. هغه تر دې مخکې پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې له جګړي لاس واخلي او په فکري کار پیل وکړي.

هغه ویلي ول: «موږ اوس داسې یوې مرحلې ته رسیدلي یو چې نور باید وسلي پرځمکه کیږدو او فکري کار باید وکړو. زموږ پر مخ اوس داسي دروازه پرانيستل شوې ده چي کيدای شي يوه وسله واله جگړه په يوې ديموکراتيکي جگړې بدله کړو.»